د منیل - املو توقیف ځای د پاریس شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز/مایوا پولې
د منیل - املو توقیف ځای د پاریس شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري. کرېډېټ: کډوال نیوز/مایوا پولې

له تېرې چهارشنبې راهیسې د پاریس د منیل – املو د کډوالو په اداري توقیف ځای کې دوه ځله د ځان وژنې هڅې شوې دي. د مهاجر پلوه سازمان سیماد په حواله د اداري توقیف د مودې غځېدو د هغو کډوالو د ناامیدۍ لامل ګرځي چې اداري توقیف ځایونو کې په بند کې دي.

مهاجر پلوه سازمان سیماد وایي چې له تېرې چهارشنبې راهیسې د منیل – املو د کډوالو په توقیف ځای کې، چې د پاریس د شارل دو ګول هوایي ډګر ته نږدې موقعیت لري، دوه ځله د ځانې وژنې هڅې شوې دي. یاد سازمان زیاتوي چې درې نور کډوال هم د ځان وژنې ګواښ کړی.

د جولای په ۳مه یو ۴۱ کلن لبنانی کډوال د ډېرو درملو په خوړلو سره د ځان وژنې هڅه وکړه. د سیماد سازمان له مخې نوموړی په روحي ناروغۍ اخته دی. یاد کډوال تر بستري کېدو وروسته یوې انفرادي کوتې ته انتقال شو. منیل – املو توقیف ځای کې د سیماد استازې هورتېنس ګوتیر وایي: «د هغه په لاسونو کې زولنې او په سر کې یې محافظتۍ خولۍ وې.» د یکشنبې په ورځ د مو سیمې یوې محکمې د دغه لبنانی د خوشې کېدو امر وکړ.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د منیل - املو په توقیف ځای کې د بې سنده کډوالو اوږدمهال انتظار

هماغه ورځ یو تونسی کډوال د ناخنګېر او د ډومینو لوبې د ټوټو په خوړلو سره د ځان وژنې هڅه وکړه. دغه ۳۶ کلن کډوال د مې له ۳۱ راهیسې په منیل - املو توقیف ځای کې په بند کې دی. د سیماد سازمان په حواله نوموړی په روحي ناروغۍ اخته دی او تر دې مخکې یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

بل لور ته درې نور کډوال د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۱۰مه) د یو وداني بام ته په ختلو سره د ځان وژنې ګواښونه وکړل. د هغوی په ډله کې یو ۲۲ کلن مراکشی هم و. دوی نارې وهلې چې: «دلته عدالت نه شته. عدالته چېرته دی؟»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: تېر کال ۴۵۸۵۱ کسان په اداري توقیف ځایونو کې ساتل شوي دي

د کډوالو ناامېدۍ

په همدې حال کې سیماد سازمان د چهارشنبې په ورځ اعلام وکړ چې غواړي د درېو ورځو له پاره له منیل – املو توقیف ځای څخه ووځي. د یاد سازمان ځینې غړي په معمول ډول هره ورځ په منیل – املو توقیف خانه کې دي.

منیل – املو کې د سیماد د استازې هورتېنس ګوتیې په خبره دغه توقیف ځای کې د کډوالو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او له همدې کبله ګڼ شمېر کسان په روحي ناروغیو اخته شوي دي. نوموړی زیاتوي چې کډوال په کافي اندازه روغتیایي خدماتو ته لاس رسی نه لري او له دې وېرېږي چې د توقیف موده یې وغځېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «پټې الوتنې»: ځینې کډوال په ناڅاپه توګه له توقیف ځایونو څخه خپلو هیوادونو ته شړل کېږي

د ۲۰۱۸ د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون له مخې اداري توقیف ځایونو کې د توقیف موده له ۴۵ تر ۹۰ ورځو پورې غځېدلی شي. یادو توقیف ځایونو کې هغه کسان په بند کې دي چې د فرانسې په خاوره کې د اقامې اجازه و نه لري او باید خپلو هیوادونو ته وشړل شي.

د آغلې هورتېنس ګوتیې په خبره قانون کې دغه بدلون د کډوالو د ناامیدۍ سبب ګرځېدلی دی ځکه دوی کومه بله چاره نه لري.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: اداري توقیف خانو کې «د خپلو لاسونو رګونه پرې کوي» 

 

نورې ليکنې