تونس کې د سره صلیب ټولنه وایي د پنجشنبې په ورځ د دې هیواد له ساحلي اوبو څخه د ۳۸ نورو کډوالو جسدونه موندل شوي دي. تېره پنجشنبه د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې په لسګونو کډوال ډوب شول. تر اوسه پورې د موندل شویو جسدونو شمېر ۶۸ تنو ته رسېدلی دی.
مدنین ښار کې د تونس د سره صلیب مشر منجي سلیم د فرانسې خبري اژانس ته وایي، چې د تونس په سوېل ختیځ ښار جرجیس کې ۳۶ مړي او په جربې ټاپو کې ۲ نور جسدونه موندل شوي دي. یاد جسدونه د ډي ان اې ازموینې له پاره د قابس ښار روغتون ته وړل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې دوی د تودې هوا له کبله همدغه ښار کې خاورو ته سپارل کېږي.
جرجیس ښار کې د کډوالو یوه نوې ادیره د جوړېدو په حال کې ده چېرې چې تر دې مخکې ډوب شوي کډوال په پټ ډول خاورو ته سپارل کېدل.
بل لور ته د شنبې په شپه د یو درې کلن ماشوم او د دوو ښځو جسدونه، چې یوه یې مېندواره وه، د تونس په اوبو کې وموندل شول.
تېره پنجشنبه د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره د یوې داسې کښتۍ د ډوبېدو پېښې په اړه اطلاع ورکړې وه چې ۸۰ کډوال په کې سپاره وو. دغه پېښه کې یوازې درې کسان ژوندي پاتې دي. د تونس د سمندري ځواکونو د یوې سرچینې په حواله یاد کډوال د لیبیا له زوارا ښار څخه د ایټالیا په لور حرکت کړی و.
دا په داسې حال کې ده چې منجي سلیم وایي د سره صلیب ټولنې، د تونس ملي ګارډ او د ساحلي سرتېرو د یادو کډوالو د جسدونو موندلو عملیاتونه تر اوسه پورې دوام لري.
په تېرو اوونیو کې په لسګونو کسانو چې هڅې یې کولې د لیبیا له لوېدیځې سیمې ایټالیا ته ولاړ شي د تونس په ساحلي اوبو کې ژغورل شوي دي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: تر ۷۰ ډېر کډوال د تونس په ساحلي اوبو کې وژغورل شول
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې له مخې له څو کلونو راهیسې مدیترانه د نړۍ تر ټولو خونړۍ لاره ده.