له ارشیف څخه: کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز
له ارشیف څخه: کډوال د لیبیا په ساحلي اوبو کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز

د ملګرو ملتونو سازمان د پنجشنبې په ورځ وویل چې مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې کښتیو کارکوونکو ته باید سزا ور نه کړل شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر انتونیو ګراندي او د کډوالۍ نړیوال سازمان عمومي مشر انتونیو ویتورینو په یوه ګډه اعلامیه کې مدیترانه کې د ژغورنې کښتیو پر «اساسي رول» ټینګار کړی.

اعلامیه کې همدا راز راغلي چې پر یادو کښتیو باید جرمانه او سزا و نه لګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د دې هیواد بندرونه د یادو کښتیو پر مخ تړلي او ادعا یې کړې چې دوی په انساني قاچاق کې لاس لري.

ښاغلي ګراندي او ویتورینو ویلي چې لیبیا کې د ژغورل شویو کډوالو د ښکته کېدو له پاره تجارتي کښتۍ باید یاد هیواد ته ور و نه لېږل شي. دوی لیبیا کې د کډوالو د توقیف پر هرومرو پای ته رسولو ټینګار کړی.

د اعلامیې له مخې لیبیایي چارواکو ته مالي مرستې باید په دې شرط ورکړل شي چې ژغورل شوي کډوال د دې هیواد توقیف ځایونو ته ور و نه لېږل شي.

یاد چارواکي له نړیوالې ټولنې څخه غواړي چې هڅه وکړي د تاجورا توقیف ځای په شان لیبیا کې کومه بله تراژدي بیا تکرار نه شي. تاجورا کې د کډوالو پر توقیف ځای هوایي برید تر ۵۰ ډېر کډوال ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: لیبیا: د کډوالو پر توقیف ځای هوایي برید لږ تر لږه ۴۴ کسان ووژل او ګڼ نور یې ټپیان کړل

د تاجورا توقیف ځای له چهارشنبې راهیسې تړل شوی او هوایي برید کې ژوندي پاتې شوي ۴۰۰ کسان یو بل مرکز ته استول شوي دي.

ښاغلي ګراندي او ویتورینو دا هم ویلي چې لیبیا کې ۵۶۰۰ توقیف شوي کډوال او پناه غوښتونکي د دې هیواد له توقیف ځایونو څخه باید خوشې کړل شي.

 

نورې ليکنې