د اسپانیا د ژغورنې کښتۍ. کرېډېټ: د SASEMAR  له ټویټر پاڼې څخه
د اسپانیا د ژغورنې کښتۍ. کرېډېټ: د SASEMAR له ټویټر پاڼې څخه

لیبیایي سرتېري وایي د دې هیواد په ساحلي اوبو کې یې د کډوالو یوې داسې کښتۍ نیولې چې ۵۳ کسان په کې سپاره وو. د یادو کسانو په ډله کې ۱۰ ښځې او یو ماشوم هم شته. بل لور ته اسپانوي چارواکي وایي چې د شنبې په ورځ یې د اسپانیا او مراکش تر منځ سمندر کې ۱۴۱ کسان ژغورلي دي.

د لیبیا د ساحلي ګارد ویاند ایوب قاسم په حواله د شنبې په ورځ د دې هیواد د ساحلي ښار صبراتا په ‍لوېدیځه برخه کې، چې د پلازمېنې طرابلس په ۷۰ کیلومترۍ کې موقعیت لري، ۵۳ افریقایي کډوال نیول شوي دي.

صبراتا د هغو افریقایي کډوالو له پاره په یوه مهمه ترانزیتی لاره اوښتې ده چې غواړي په غیر قانوني توګه اروپا ته ځانونه ورسوي.

ښاغلی قاسم زیاتوي چې د لیبیایي ساحلي ګارد نیول شویو کډوالو ته روغتیایي او بشري مرستې برابرې کړې او د زوارا ښار د شمال لوېدیځې سیمې یو کمپ ته یې انتقال کړي دي. 

د اسپانیا او مراکش تر منځ سمندر کې ۱۴۱ کسان وژغورل شول

بل لور ته د اسپانیا سمندري ځواکونه وایي چې د شنبې په ورځ یې ۱۴۱ کډوال د اسپانیا او مراکش تر منځ په سمندر کې ژغورلي دي.

په لومړي سر یوه بېړۍ چې ۸۶ کډوال په کې سپاره وو په البوران سمندر کې وژغورل شوه. د چارواکو په وینا یاده بېړۍ کې ۱۴ ښځې او ۳ ماشومان هم وو.

د یو بل خبر له مخې په جبل الطارق کې له دوو نورو کښتیو څخه ۵۳ کسان، چې په ډله کې ښځې هم وې، له ډوبېدو وژغورل شول.

د ۲۰۱۹ کال له پیل راهیسې شاوخوا ۱۱۰۰۰ کډوال د سمندر له لارې اسپانیا ته رسېدلي دي. د کډوالۍ نړیوالې ادارې د شمېرو له مخې د روان کال تر دې دمه ۲۰۳ افریقایي کډوال سمندر کې وژل شوي دي.  

 

نورې ليکنې