د سي واچ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت. کرېډېټ: الیسون ویلیامز/رویترز
د سي واچ کښتۍ کپتانه کارولا رکېت. کرېډېټ: الیسون ویلیامز/رویترز

د پاریس ښاروالۍ وایي د سي واچ ۳ د ژغورنې کښتۍ کپتانې کارولا راکېت او پیا کلمپ ته د دې ښار تر ټولو مهم مډال یا ګراند ورمی ورکول کېږي. یاده ښاروالۍ د جمعې په ورځ وویل چې د دغو مډالونو په ورکولو سره غواړي مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتو ملاتړ وکړي.

د پاریس ښاروالۍ مرستیال او د نړیوالو اړیکو مشر پاتریک کلوګمن په یوه خبرپاڼه کې وایي، د اروپایي هیوادونو د «پرکالۍ» خلاف د اس او اس مدیترانې او سي واچ په شان ټولنې مدیترانه کې د کډوالو د ژوند په ژغورلو سره خپل مسولیتونه ادا کوي.

نوموړی زیاتوي چې کارولا راکېت او پیا کلمپ د مبارزې او د اروپایي ارزښتونو سمبولې دي او له همدې کبله د پاریس ښاروالۍ تر ټولو مهم مډال یا ګراند ورمی (Grand Vermeil) هغوی ته ورکول کېږي.

کارولا رکېت د جون میاشتې په وروستیو ورځو کې د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې د ۴۰ کډوالو د ښکته کېدو په خاطر د یاد هیواد د پولیسو له خوا ونیول شوه. سي واچ ۳ کښتۍ چې د هالنډ تر بېرغ لاندې فعالیت کوي د دوو اوونیو له پاره په مدیترانه کې بنده پاتې وه ترڅو چې کپتانه یې په زوره د لمپدوسا بندر په لور حرکت وکړ.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د سي واچ کښتۍ کپتانه یا هغه مېرمن چې مهاجر پلوه فعالونو یې «اتله» بولي

اټکل دی چې نوموړې به د جولای په ۱۸مه له ناقانونه مهاجرت سره د ملاتړ په تور د سیسیل ښار اګریجنتې محکمې ته حاضره شي.

په همدې حال کې د سي واچ ۳ ژغورنې کښتۍ یوه بله کپتانه پیا کلمپ، چې مدیترانه کې یې ګڼ شمېر کډوال ژغورلي، تر اوسه پورې د ایټالیا د قضایي ارګانونو تر تعقیب لاندې ده.

اس او اس مدیترانې سره مالي مرسته

بل لور ته د پاریس ښاروالۍ وایي چې اس او اس مدیترانې ټولنې ته «د کډوالو د ژغورلو د یو نوي کمپاین له پاره» د ۱۰۰ زرو یورو په ارزښت عاجلې مرستې ورکوي.

د پاریس ښاروالۍ وایي، د ځینو قضایي خنډونو سربېره اس او اس مدیترانه پرېکړه وکړه چې د یوې بلې کښتۍ په کرایه نیولو سره مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کړي. یاده ټولنه همدا راز تصمیم نیولی دی چې د ژغورنې په کښتۍ کې یې د عاجلو خدماتو څانګه بیا فعاله شي. 

په همدې حال کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د شنبې په ورځ د پاریس ښاروالۍ دغه پرېکړې وغندله. نوموړی په خپله ټویټر پاڼه کې وویل چې دا «د فرانسې دوه مخۍ» سیاست دی ځکه جون میاشت کې یاد هیواد د کارولا رکېت د مرستو غوښتنو ته ځواب ور نه کړه خو اوس نوموړې اتله بولي.

 

نورې ليکنې