له آرشیف څخه: د هغو کډوالو انځور د سلوانیا او اتریش په سرحد کې بند پاتې دي. کرېډېټ: سرجان زیفولوفیک/رویترز
له آرشیف څخه: د هغو کډوالو انځور د سلوانیا او اتریش په سرحد کې بند پاتې دي. کرېډېټ: سرجان زیفولوفیک/رویترز

د سلوانیا حکومت وایي چې د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي له پاره به له کروېشیا سره پر پوله ازغن تار او کټارې لګوي. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو میاشتو کې د هغو کډوالو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې غواړي د بالکان مسیر له لارې ځان اروپا ته ورسوي.

سلوانیا حکومت وایي له کروېشیا سره پر پوله به د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي ازغن تار او کټارې لګوي چې په وینا یې «د غیرقانوني مهاجرت مخنیوی وکړي او د ښاریانو شخصي ملکیتونه له تيري خوندي وساتي.»

سلوانیایي چارواکي تېره اوونۍ یو داسې تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې به له کروېشیا سره پر پوله د ۴۰ کیلومترو په اوږدوالي اغزن تار او د ۳ اعشاریه ۸ کیلومترو په اوږدوالي کټارې ولګوي.

یاد هیواد له ۲۰۱۵م کال راهیسې له کروېشیا سره پر سرحد د ۱۱۶ کیلومترو په اوږدوالي سیمي جالۍ او د ۶۳ کیلومترو په اوږدوالي کټارې لګولې دي. د ۲۰۱۵م کال د کډوالۍ کړکېچ پر مهال تر ۵۰۰ زرو ډېر کسان اروپا ته د رسېدو په هیله سلوانیا ته داخل شول. 

د سلوانیایي چارواکو په حواله په تېرو څو میاشتو کې د هغو کډوالو په شمېر کې (۵۳۴۵ کسان) زیاتوالی راغلی چې د کروېشیا له لارې د دې هیواد خاورې ته داخل شوي دي. دغه شمېر د تېر کال پرتله ۴۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

تر اوسه پورې د خنډونو د جوړېدو نېټه نه ده په ډاګه شوې.

بل لور ته سلوانیا او ایټالیا د جولای میاشتې له پیل راهیسې خپلو ګډو پولو کې امنیتي تدابیر ټینګ کړي دي. خو د سلوانیا حکومت ویلي چې نه غواړي له ایټالیا سره پر پوله ازغن تار او یا کټارې ولګوي. 

 

نورې ليکنې