کډوال ښوونځي ته د پولیسو د ننوتلو د مخنیوي له پاره ځینې له کاره لوېدلو توکو ته اور واچاوه. کرېډېټ: پیکچر الاینز
کډوال ښوونځي ته د پولیسو د ننوتلو د مخنیوي له پاره ځینې له کاره لوېدلو توکو ته اور واچاوه. کرېډېټ: پیکچر الاینز

ایټالوي پولیسو وایي د دوشنبې په ورځ (د جولای ۱۵مه) یې د پلازمېنې روم شاوخوا کې له یوه پخواني ښوونځي څخه کډوال او بې کوره کسان شړلي دي. یاد کسان ښوونځي ته د پولیسو د ننوتلو د مخنیوي له پاره توشکو، ټایرونو او له کاره لوېدلو توکو ته اور واچاوه.

د ایټالوي پولیسو په حواله د دوشنبې په ورځ (د جولای ۱۵مه) د دې هیواد پلازمېنې روم ښار شاوخوا پریماوال کې  کډوال او بې کوره کسان له یوه پخواني ښوونځي څخه شړل شوي دي.

رپوټونه زیاتوي چې کډوال ښوونځي ته د پولیسو د ننوتلو د مخنیوي له پاره خپلو توشکو، ټایرونو او ځینې له کاره لوېدلو توکو ته اور واچاوه.


خو پولیسو اور وواژه او وداني ته تر ننوتلو وروسته یې کډوال له یاد ځای نه وشړل.

په همدې حال کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي د تشو ځایونو نیول او یا هم په تشو ودانیو کې اوسېدل د «زغم وړ» نه دي. نوموړی اور واچوونکي مجرمان بللي او زیاته یې کړې چې په داسې ودانیو کې اوسېدل د ښځو او ماشومانو ژوند په خطر کې واچولی شي.

د ښاغلي سالویني په خبره پولیسو درې کسان نیولي او څو شکایتونه یې ترلاسه کړي دي. 

بل لور ته د روم ښار ځینې چارواکي ویلي چې ۲۰۰ کډوالو ته به د اوسېدو ځایونه برابر کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره سه شنبه د ایټالیا په مینوا ښار کې د کډوالو یو لوی مرکز په داسې حال کې وتړل شو چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر په سیمه کې حضور درلود. د نوموړي په خبره دغه کمپ ایټالیا کې «د کډوالو تر ټولو لوی مرکز» و او له دې نه وروسته به د کډوالۍ چارو په داسې مرکزونو کې ترسره شي چې کوچني وي او تر کنترول لاندې وي.


 

نورې ليکنې