د لي میدي دو می سازمان، کریدیت: اګتا ندیمی
د لي میدي دو می سازمان، کریدیت: اګتا ندیمی

د دوبي په موسم کی مهاجرین او کډوالو ته د مرستو ځینې اتحادیې تړل کیږی، خو ځینی نور سازمانونه د کډوالو لپاره تفریحي پروګرامونه لري. کډوال نیوز رپورټ ورکوي.

په دوبي کې د کډوالو او پناه غوښتونکو اتحادیې د رضاکاران د نشتوالي له کبله خپل فعالیتونه کموي او یا هم د نوي کال پیل له پاره تړل کیږي. خو د ځینو ټولنو لپاره یو فرصت دی چې د دوبي په موسم کې کډوالو ته د فعالیتونو وړاندی کړي.  آګتا ندیمی د لي میدي دو می بڼسټ ایښودونکې چي په پاریس کې ماشومانو ته خواړه برابروي وویل چې « خلک په موږ باندې حساب کوي، له دې امله مونږ دمه نه کوو

 د سپورتونو وړاندیز

د ډیرو انجمنونو له خوا په دوبي کې یو شمېر مشهوره لوبې ځوانانو ته وړاندې کېږي. مایا کورجي د ایتوپیا د ۵۶  نابالغو او یوازې ماشومانو مسؤلې څرګنده کړه چې «ایتوپیا ۵۶، ماشومانو ته د ژبي له زده کړې څخه وروسته غواړي چې هغوی هرو مرو سپورت وکړي» هغې زیاته کړه «په لومړیو کې فوتبال او لامبو دوي ته ښودل کیږي»  د اداري چارو په پام کې نیولو سره دغه فعالیتونه د چهار شنبې په ورځ په سهار کې تنظیم شوي دي.

که چېرې د سپورټیس سازمان (نړیوال پیوستون سپورټ) خپل فعالیت په پلازمینه کې معطل کړي دا په تولوز باندې اغېزه نه لري. د هرې پنجشنبې په ماسپښین کی د ۸ بجو شاوخوا د ټلوز د ځغاست ډلې د کاپیتول کډوالو او پناه غوښتونکو سره یو ځای کیږي. سپورټس او نورې لوبې د ادغام له پاره وړاندې کوي. ایکسوی سیروی د سپورټس مشر وویل چې« نه غواړي یوازې د پناه غوښتونکو له پاره د استوګنې مرکز پاتې شي.»

Lassociation Sportis met en place des activits sportives pendant lt pour les migrants et les rfugis Crdit  Sportis

دا فعالیتونه د هغو کسانو له پاره چې انفرادي او یا ډله ایز سپورت وکړي د نورو سازمانونو سنګا، وی انتیګریت او کابوبو سره په ګډه  هر کال تنظیموي. هره سه شنبې او پنجشنبې ماښام، ۳۰ کسان د کډوالو او محلي اوسیدونکو سره په پاریس کې د ځغلې له پاره یو ځای کیږي. دغه فعالیت په دوبي او ژمي کی هم دوام لري.



د فوټبال ماس په همکارۍ سره پیوستون ایمیوس ځینې فعالیتونه د کورنیو له پاره په ایوری سور سین او د کووستو مرکز پاریس په ۱۸مه  د نارینه* وو لپاره وړاندي کوي

برونو موریل د سازمان مشر څرګند کړ چي « فوتبال د ماشومان او نابالغو له پاره څانګړی شوي دي او زیاته کړه چې د ادغام له پاره یوه بریا ده»

د لنډې مودې اوسیدو له پاره ځوانانو ته وړیا پروګرامونه

نوموړی سازمان په ځانګړې ټوګه ماشومانو له پاره په غرونو، سمندرونو او کلیو کې لنډ مهاله پروګرامونه تنظیموي. ښاغلي موریل زیاته کړه چې « په دوبې کې د یوې یا هم درېو ورځو له پاره په وړیا ټوګه په تفریحي بڼه جوړیږې.




هغه کډوالو په سپورټ کی کډون کولی شي چی د ایموس پیوستون سره دي*



 

نورې ليکنې