ټپیان شوي کډوال
ټپیان شوي کډوال

د وان چارواکی په وینا د ترکیې په ختیځ کې د یو کوچني بس د چپه کېدو له امله ۱۷ تنه مړه او ۲۰ کسان ټپیان شوي دي.

د وان ښاروال محمد امین بیلمز اناتولي ایجنسی ته وویل چې د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۱۸مه) له کډوالو ډک یو کوچنی بس په اوزایپ ښار کې چې د ایران سره ګډ سرحد لري، له سرک نه واوښت او چپه شو. دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې موټر چلوونکی کنټرول له لاسه ورکړ. 

دا په داسې حال کې ده چې په تېره میاشت (د جون ۲۶مه) له کډوالو ډکه یوه لارۍ د دې هیواد په ادرنې ولایت کې د یو پلورنځي له دیوال سره ټکر کړی و چې په پای کې یې ۱۰ کډوال مړه او ۳۰ نور کسان ټپیان شول. 

د سرچینې په حواله ترکي سرتېري دغه موټر ته د درېدو امر کړی و خو لارۍ چلوونکی له امره سرغړونه وکړه او د دیوال سره یې ټکر وکړ

په تېرو څو کلونو کې ګڼ شمېر کډوال ترکيې ته تللي دي او هڅه کوي چې له یاد هیواده ځان اروپایي ټولنې ته ورسوي. 

 

نورې ليکنې