کارولا رکېټ په محکمه کیږی کردیت: Guglielmo Mangiapane, Reuters
کارولا رکېټ په محکمه کیږی کردیت: Guglielmo Mangiapane, Reuters

کارولا رکېټ د محکمي په مهال له اروپایي اتحاديي نه غوښتنه وکړه چي د مدیترانی سمندر څخه د کډوالو ژغورول کښتېو باندی بندیزونه لري کړي. نوموړی (د جون ۲۹مه) د ایټالیا په لمپدوسا تاپو کې د ۴۰ کډوالو د ښکته کېدو له وجه د یاد هیواد د پولیسو له خوا ونیول شوه.

د پنجشنبي په ورځ (د جولای ۱۸مه) کارولا رکیټ اګریجنتې محکمې یی په سیسیل ښار کې پیل شو. د محمکي په ترڅ کي هغی د بروکسیل څخه غوښتنه وکړه چی د سمندر ژغورول شوي  کډوالو د کښتېو کښته کیدو اجازه ورکړل شي او نا دولتي سازمانونو د مرستې مخنیوي و نه کړې. سي واچ ۳ کښتۍ چې د هالنډ تر بېرغ لاندې فعالیت کوي د دوو اوونیو له پاره په مدیترانه کې بنده پاتې وه ترڅو چې کپتانه یې په زوره ۴۰ کډوال د لمپدوسا بندر کی کښته کړه.

آغلې رکیټ زیاته کړه: « د نوي ټاکل شوي اروپایی پارلمان د کمیسیون څخه هیله لرم چی په راتلونکی د محلی بیړې په واسطه  ژغورل شوي کسان په اروپا کې ومني.

 ۳۱کلن کارولا رکېت چی (د جون ۲۹مه) د لمپدوسا ټاپو د کښتۍ چلولو مرکز له خبرداریو سربېره د ایټالیا ساحلي اوبو ته ننوتل.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: سی واچ کښتۍ کپتانه د لمپدوسا بندر ته د ننوتلو تصمیم ونیو

لومړی قاضی د آغلې رکېټ محکمه کولې و نه منل او وویل چي کارولا د ژوند ژغورلو له پاره کار کړې ده.

په یوه بیانه کی د ملګرو ملتونو خپلواکه کارپوهان د ایټالیا چارواکو څخه غوښتنه وکړه چي« د ژغورلو عملیاتو جرم ګنل ته پای ورکړې.»

د چهارشنبې په ورڅ د پاریس او برلین په بلنه د اروپایی اتحادیی وزیرانو تر منځ په هلسینکی کی د «یووالی میکانیزم» په اړه خبری اتری وشو.

 

نورې ليکنې