دغه کښتۍ د جولای پر ۱۸مه مدیترانې ته روانه شوه. کرېډېټ: انتوني جین/اس او اس مدیترانه
دغه کښتۍ د جولای پر ۱۸مه مدیترانې ته روانه شوه. کرېډېټ: انتوني جین/اس او اس مدیترانه

مدیترانه کې د «اوشن وایکېنګ» په نامه یوه نوې کښتۍ د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه پیل کړي دي. یاده کښتۍ د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو له خوا په کرایه نیول شوې ده.

د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو کښتۍ یا اکواریوس د ۲۰۱۸ په پای کې ودرول شوه او فعالیتونه یې پای ته ورسېدل. خو اووه میاشتې وروسته دواړه سازمانونه د جولای پر ۲۱مه اعلان وکړ چې مدیترانه کې یې د کډوالو د لټولو او ژغورلو عملیاتو پیل کړي دي.

دغه نوې کښتۍ یا «اوشن وایکېنګ» (Ocean Viking) د جولای په ۱۸مه د مرکزي مدیترانې یا هغې سیمې په لور روانه شوه چې د کډوالۍ تر ټولو خونړۍ لاره بلل کېږي. د اس او اس مدیترانه په خبرپاڼه کې راغلي: «دا د ټولو هغو کسانو کښتۍ ده چې ځان مسول بولي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په حواله په تېرو پنځو کلونو کې مدیترانه کې لږ تر لږه ۲۰۰۰۰ کسان مړه شوي دي.»

دواړه سازمانونه په دې اند دي چې په داسې یو وضعیت کې چې مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې کښتۍ درول شوې دي او اروپایي ټولنه نه شي کولی چې د ژغورل شویو کډوالو د وېشلو په اړه موافقه وکړي، «سمندر ته بېرته تلل یو ضروري کار» ګڼل کېږي. د اس او اس مدیترانې د عملیاتو مشر فردریک پېنار وایي: «د صوفیا د اروپایي عملیاتو کارکوونکي او اروپايي دولتونه داسې یو کمپاین مخ ته وړي چې هدف یې د ژغورنې کښتیو د عملیاتونو جرمي کول دي. دا په داسې حال کې چې تر اوسه پورې د ژغورل شویو کډوالو د ښکته کېدو په اړه کوم مکانیزم نه دی جوړ شوی حال دا چې دا د سمندري حقونو یو اساسي شرط دی.»

بل لور ته د روان کال له پیل راهیسې د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي چې مرکزي مدیترانه کې لږ تر لږه ۴۲۶ کډوال مړه شوي دي.

کښتۍ کې به یو کلینیک او شاوخوا ۳۰ کارکوونکي وي

د اس او اس مدیترانې مشر فردریک پنار د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) پاریس کې په یوه خبري غونډه کې وویل: «اوشن وایکېنګ د پنجشنبې په شپه له بالټیک سمندر څخه حرکت وکړ. کښتۍ مو اوس په لاره کې ده. موږ باید ځینې ازموینې ترسره کړو. داسې فکر کوو چې په اګست کې د مدیترانې مرکزي یا د خطر زون کې و رسېږو.»

«اوشن واېکنګ» چې ۷۰ متره اوږدوالي لري په ۱۹۸۶ کې جوړ شوی دی. تر دې مخکې یاده کښتۍ شمالي سمندر کې پټرول او ګاز وړونکې بېړۍ په توګه کار کاوه. د سازمانونو په حواله: «اس او اس مدیترانه او د ډاکټرانو نړیوال سازمان کولی شي چې د کښتۍ له پل څخه – چې د کښتۍ شا ته موقعیت لري – د کډوالو د درمللو او هغوی ته د پناه ورکولو په موخه ګټه واخلي.» یاده کښتۍ همدا راز څلور بېړۍ او یو مجهز کلینیک لري.

د اس او اس مدیترانه ډله له ۱۳ کسانو څخه جوړه شوې: د عملیاتو سموونکی، مرستیال یې، ۹ ژغورونکي، د اړیکو مسول او د څېړنو او ثبتولو مسول.

همدا راز ۹ نور کسان چې د ډاکټرانو بې سرحده سازمان سره تړاو لري ژغورل شویو کسانو ته بشري او طبي خدمات برابروي: څلور طبي کارکوونکي (یو ‌ډاکټر، دوه نرسونه او یوه قابله)، د لوجستیک برخې یو کارکوونکی، یو فرهنګي رابط، د بشردوستانه چارو مسول او د اړیکو مسول.

نهه نور کسان د کښتۍ سمندري کارکوونکي دي.

د اس اوس مدیترانې په خبره یاده کښتۍ د ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو ظرفیت لري. خو که چېرې سمندر کې وضعیت خراب وي نو نورو کسانو ته هم ځای ورکولی شي.

د اس او اس مدیترانې له مخې سمندر کې په یوه ورځ کې د عملیاتو لګښت ۱۴۰۰۰ یورو ته رسېږي. اکواریوس د شاوخوا درې کلونو پر مهال له مدیترانې څخه شاوخوا ۳۰۰۰۰ کسان وژغورل خو د ۲۰۱۸ په دېسمبر کې یې فعالیتونه پای ته ورسېدل. 

اروپا د کډوالو د هرکلي په اړه تر اوسه موافقه نه ده کړې

د جولای په پیل کې د ژغورنۍ کښتۍ ایلان کردي شاوخوا ۱۰۰ کډوال له مدیترانې څخه وژغورل او مالتا ته یې انتقال کړل. په همدې حال کې سي واچ ۳ کښتۍ له هغه وخت راهیسې د ایټالیا په لمپدوسا بندر کې درول شوې ده چې کاپیتانه یې د خبرداریو سربېره یاده بندر ته د ننوتلو او بندر کې د کډوالو د ښکته کولو تصمیم ونیو.

د اس او اس مدیترانې یوه بنسټګره سوفي بو غونډه کې ټینګار وکړ: «له دولتونو څخه غوښتنه کوو چې سمندري حقونو ته درناوی وکړي او پرېږدي چې کډوال په خوندي ځای کې ښکته شي. زموږ ټولنه په دې اړه فکر نه دی کړی چې ښایې د اوونیو له پاره په سمندر کې بند پاتې شي. موږ باید وکولی شو چې ژر تر ژره ژغورل شوي کډوال یو خوندي بندر کې ښکته کړو.»

سره له دې چې د پنجشنبې په ورځ د اروپایي ټولنې د کورنیو چارو وزیران هلسینکي کې راټول شول خو په پای کې و نه توانېدل چې د ژغورل شویو کډوالو د وېشلو پر یو «مکانیزم» توافق وکړي.

دا په داسې حال کې چې د یکشنبې په ورځ د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني په خپل فېسبوک پاڼه ولیکل: «تر اوسه یوازې پاریس او برلین د انتخابولو حق لري، خو نور بس دی. ایټالیا نور چمتو نه ده چې د اروپا ټول کډوال ومني. فرانسه او المان نه شي کولی چې د کډوالۍ سیاست په اړه پرېکړه وکړي او د نورو هیوادونو لکه ایټالیا او مالتا غوښتنو ته غوږ و نه نیسي..»

د غونډې پر مهال ایټالیا او مالتا یو داسې کتبي وړاندیز وکړ چې له مخې یې له مدیترانې څخه ژغورل شوي کډوال د هغو هیوادونو هرکلي مرکزونو ته واستول شي چې له همدغو ځایونو یې خپل سفر پیل کړی. اټکل دی چې یاد وزیران د دوشنبې په ورځ پاریس کې غونډه وکړي.


 

نورې ليکنې