د مهاجرت کړکېچ له پیل راهیسې د فرانسې کالې ښار د کډوالو په یو لوی مرکز بدل شوی دی. سره له دې چې د کالې لوی ځنګل په ۲۰۱۶ کې وتړل شو او ځنګل کې مېشت کډوال د فرانسې نورو ښارونو ته واستول شول، خو تر اوسه پورې د کالې په بېلابېلو سیمو کې ګڼ شمېر کډوال لیدل کېږي. د یادو کډوالو په ډله کې ځینې داسې کسان شته چې د سخت او بد وضعیت له امله په بېلابېلو روحي ناروغیو اخته شوي او ځینې نور یې د ځان وژنې هڅې کړې دي. کډوال نیوز له کالې نه رپوټ ورکوي.
د اوټ سړک په غاړه شاوخوا لس کډوال ولاړ دي: ځینې یې له یو بل سره غږېږي او ځینې نور یې راټول شویو خیمو ته نظر اچوي. د سړک ترڅنګ ځینې کوچنۍ خیمې هم درول شوې خو څوک په کې نه شته. ۲۸ کلن ایرانی کډوال سپهر چې له دوو میاشتو راهیسې په کاله کې اوسېږي تشو خیمو ته په اشاره وایي: «اوس څوک تر خیمې لاندې نه دی ځکه چې پولیس د سهار له خوا د مهاجرو خیمې تړي او له ځنګله یې لرې کوي. خو کله چې سرتېري له سیمې څخه ووځي، کډوال بېرته خپلې خیمې دروي. دا د پیشو او موږک لوبه ده.»
سپهر چې دوه کاله مخکې له خپل هیواد ایران څخه تښتېدلی او د بالکان له لارې یې اروپا ته ځان رسولی زیاتوي، سره له دې چې کالې کې د ژوند له سخت وضعیت څخه ستړی شوی خو تصمیم لري چې هرومرو به برتانیا ته ولاړ شي. نوموړی له ټولو نه مخکې د پولیسو ناسم چلند ته اشاره کوي: دا چې فرانسوي سرتېري هره اوونۍ درې یا څلور ځله سیمې ته راځي او نه پرېږدي چې اوټ سړک په شاوخوا کې مېشت مهاجر ارامه و اوسي. سپهر د خپلو ځینو نورو ملګرو په شان له روحي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او وایي چې یادې ستونزې یوازې هغه مهال هوارېږي چې د پولیسو سرتېري له کډوالو سره انساني چلند وکړي او پرېږدي چې کډوال خپل اصلي مقصد ته ورسېږي.
«دغه وضعیت د زغم وړ نه دی»
په همدې حال کې کاله کې د مهاجر پلوه سازمان یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت د کډوالو ویناوو په تاییدلو سره وایي چې وضعیت نه یوازې د مهاجرو بلکې د سازمانونو او ټولنو له پاره هم دردونکی او ستړی کوونکی دی. د نوموړې په حواله کالې کې اوس مهال ټولټال۴۵۰ تر ۵۰۰ کډوال شته چې په څو ناقانونه کمپونو کې ژوند کوي او د پولیسو د شمېرو پر بنسټ شاوخوا ۲۵۰ تنه یې د اوټ سړک په کمپ کې دي. یاد کمپ کې د کډوالو خیمې او وسایل – او همدا راز نورو کمپونو کې – د ۲۰۱۸ له اګست میاشتې راهیسې په منظمه توګه د پولیسو له خوا راټولېږي او په ځینو مواردو کې ان سوځول کېږي. د کمپونو د تړلو عملیاتو پر مهال د پولیسو ترڅنګ د صفایۍ برخې کارکوونکي هم سیمې ته راځي او د کډوالو پاتې شوي وسایل ریسورسري ته وړي، چېرې چې د مهاجرو ضبط شوي شیان ساتل کېږي او کډوال یوازې د ۸ ورځو تر تېرېدو وروسته حق لري چې د خپلو وسایلو د بېرته اخیستلو غوښتنه وکړي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: کالې ښار کې هره ورځ دوه ځله د کډوالو د ناقانونه کمپونو د تړلو عملیاتونه ترسره کېږي
بل لور ته د نړیوالو ډاکټرانو سازمان د شمالي سیمې د پروګرامونو مسول کلوئه لوریو دا خبرې تاییدوي او وایي: «د کډوالو کمپونو تړل کومه ځانګړې فایده نه لري. یوازنۍ پایله یې دا ده چې کډوال نور هم ستړي شي او یا هم تاوتریخوالي ته لاس ووهي. دلته ځینې داسې کسان شته چې له همدې کبله په نشه روږدي شوي دي.»
خو دا هغه مفکوره ده چې آغلې شارلوت هم تاییدوي. د نوموړې په خبره همدغه وضعیت د کډوالو د ستړي کېدو ستر لامل دی. نوموړې په دې اند ده چې له کډوالو سره د پولیسو ناوړه چلند د ناقانونه مهاجرو د تولیدولو «ماشین» دی: «څوک دې ته پام نه کوي چې کالې یوه ترانزیټي سیمه ده. مانا یې دا چې هره ورځ دلته نوي کډوال راځي او تمه یې دا ده چې برتانیا ته ځان ورسوي.» نوموړې زیاتوي چې دا حل لاره – د خیمو راټول – د کډوالو د «ستړي کولو استراتژۍ» ده خو تر اوسه پورې یې یوازینۍ پایله دا وه چې کډوال پر روحي ناروغیو اخته کړي.
«ما ۵۲ ګولۍ وخوړلې او د خپل لاس رګونه مې پرې کړل»
خو د کډوالو روحي ناروغي بېلابېلې بېلابېلې برخې او کچې لري. کالې کې ځینې داسې کډوال شته چې د ستړتیا او ناامېدۍ سربېره هیله لري چې یوه ورځ به یاد وضعیت پای ته ورسېږي. ځینې نور یې تر دې وړاندې د ځان وژنې هڅې کړې دي. ۳۴ کلن ایرانی کډوال جمشید یو له دغو کسانو دي چې توانېدلی په یوه کښتۍ کې ځان برتانیا ته ورسوي، خو د نوموړي دغه سفر ښه پای نه درلود. ښاغلی جمشید برتانیا ته تر رسېدو وروسته د برتانوي چارواکو له خوا یو «دیپورت سنتر» ته واچول شو او د شاوخوا دوو میاشتو له پاره همدغه ځای کې بند پاتې و. د جمشید په خبره نوموړی په دې خاطر بېرته فرانسې ته واستول شو ځکه فرانسه کې ډوبلینی شوی و او فرانسوي چارواکي د هغه د شړلو غوښتنه کړې وه.
نوموړی زیاتوي: «له اخراج نه مخکې ما شاوخوا ۵۰ ګولۍ وخوړلې او د خپل لاس رګونه مې پرې کړل، نه مې غوښتل چې فرانسه کې د پناه غوښتنه وکړم. کاله کې وضعیت داسې دی چې تاسو یې ګورئ. پولیسو له کډوالو سره ناسم چلند کوي او له تاوتریخوالي څخه کار اخلي. خو کله چې موږ برتانیا ته رسېږو نو دوی برتانوي چارواکو ته لیک استوي او فرانسې ته د کډوالو د بېرته شړلو غوښتنه کوي.»
جمشید چې اوس هم په لاس کې یې د تېغ ټپونه لیدل کېږي وایي، په هغه الوتکه کې چې ۱۵ نور اخراج شوي کډوال هم په کې سپاره وو د فرانسې تولوز ښار ته راوړل شو، خو روغتیایي وضعیت یې دومره بد و چې هېڅ نه پوهېده چې چېرته ځي. نوموړی د ۱۵ نورو کډوالو سره له تولوز ښار نه یو ځل بیا د کالې په لور حرکت وکړ څو بېرته برتانیا ته ځان ورسوي.
هغه وایي: «زه په هېڅ وجه نه غواړم چې فرانسه کې پاتې شم. یوازنۍ موخه مې برتانیا ده او یوه ورځ به همدغه هیواد کې د پناه غوښتنه وکړم.»
د فرانسې د کډوالۍ سیاست او پایلې یې
د کالې د مهاجرو په یو بل کمپ ویروال کې، چې ډېری اوسېدونکي یې افغانان دي، کډوال برتانیا ته د قاچاقي سفر په اړه خبرې کوي. ۲۶ کلن خالد چې د بغلان دی او همدغه کمپ کې تر یوې کوچنۍ خیمې لاندې اوسېږي وایي، هره ورځ او هره شپه د کمپ «هلکان» هغه ټونل ته ځي چې برتانیا له فرانسې سره تړي. د نوموړي په خبره کډوال د سیمي جالیو د پرې کولو هڅه کوي او که فرصت مساعد وي نو پر تجارتي اورګاډیو خېز اچوي. خو هغه زیاتوي چې دغه کار ډېر خطرناک دی ځکه فرانسوي سرتېري په سیمه کې دي او نه پرېږدي چې څوک په ناقانونه توګه برتانیا ته ځان ورسوي.
نوموړی چې د بې خوبۍ له امله یې سترګې سرې دي وایي: «ما تېره شپه څو ځله د تلو هڅې وکړې. خو بریالی نه شوم. نن کمپ کې یم او غواړم چې استراحت وکړم. بیا به د تلو هڅه وکړم.» د ښاغلي خالد په خبره برتانیا ته د قاچاقي سفر خطرونه ډېر دي ځکه د یوروټونل ترڅنګ د پولیسو ګزمې شته او ګزمه کوونکي له ناقانونه کډوالو تاوتریخجن چلند کوي: «د دې کمپ ځینې اوسېدونکي یې ټپیان کړي. ټونل خطرناک ځای دی خو د پولیسو سرتېري هم داسې چلند کوي چې ګواکې ټول کډوال مجرمان وي.»
کاله کې مهاجر پلوه سازمانو د دولت د سیاست په ردولو سره وایي چې د دې سیاست هدف د کډوالو ستړي کول دی او بس. د یوتوپیا ۵۶ غړې شارلوت زیاتوي چې دغه سیاست پر کډوالو منفي اغېزه کړې او د قاچاقي سفرونو مخه یې نه ده نیولې: «یوازنۍ پایله یې دا ده چې اوس کډوال هڅې کوي د شپې له خوا په لاریو او یا کښتیو کې برتانیا ته ولاړ شي. دا اوس د هغوی پر عادت بدل شوی او مانا یې دا ده چې زیات خطر په کې شته.»
نن سبا ځینې کډوال د کښتیو په واسطه برتانیا ته د تلو هڅې کوي. ځینې نور یې په لاریو کې ځان پټوي او له همدې کبله لویو لارو او پارکینګونو ته ځي. د افغان کډوال خالد په شان ځینې نور کسان د یوروټونل سیمي جالۍ پرې کوي او پر تجارتي اورګاډیو خېز اچوي.