د ۲۰۱۹ د جولای ۲۲مه: د فرانس ولسمشر الیزې مانۍ کې د خبري غونډې پر مهال. کرېډېټ: رویترز/فیلیپ وجازر
د ۲۰۱۹ د جولای ۲۲مه: د فرانس ولسمشر الیزې مانۍ کې د خبري غونډې پر مهال. کرېډېټ: رویترز/فیلیپ وجازر

د دوشنبې په ورځ (د جولای ۲۲مه) په یوه یوغنډه کې چې د فرانسې پلازمېنه پاریس کې جوړه شوې وه، څوارلس اروپایي هیوادونه د کډوالۍ په اړه د ملاتړ پر یو «مکانیزم» موافقه وکړه. بشپړ معلومات.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون وایي د دوشنبې په ورځ د پاریس په غونډه کې د اروپایي ټولنې ۱۴ هیوادونه پرېکړه وکړه چې اروپایي هیوادونو کې د کډوالو د وېشلو له پاره د «ملاتړ مکانیزم» جوړ کړي.

ښاغلی مکرون د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي او د کډوالۍ نړیوالې ادارې عمومي مشر انتونیو مانیوئل فررائیرا ویتوریني سره تر خبرو وروسته د فرانسې په الیزې ماڼۍ کې د یوې خبرې غونډې پر مهال وویل، د اروپایانو تر منځ همکاري باید ډېره شي.

څور ورځې مخکې هلسینکي ښار کې د اروپایي هیوادونو د کورنیو چارو وزیران غونډه کړې وه او د کډوالۍ په اړه یې خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې د پاریس په غونډه کې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ګډون نه درلود. خو نوموړی تر غونډې وړاندې خپل فرانسوی سیال کریستوف کاستانر ته د یو لیک په استولو سره وویل، د ټولو هغو تصمیمونو خلاف دی چې یوازې د پاریس او برلین له خوا نیول کېږي.

ښاغلی مکرون په الیزې ماڼۍ کې همدا راز وویل: «تر اوسه پورې ۸ اروپایي هیوادونه په فعاله توګه خپل ملاتړ او ګډون ښودلي دي.» د ځینې فرانسوي سرچینو په حواله یاد هیوادونه فرانسه، جرمني، فنلنډ، لوګزامبورګ، پورتګال، لیتوانیا، کروېشیا او ایرلنډ دي. د ۶ نورو هیوادونو نومونه تر اوسه پورې نه دي په داګه شوي.

خو له قراینو داسې ښکاري چې د وایزګراد ډلې هیوادونه (هنګري، پولنډ، چک او سلواکي)، چې په ۲۰۱۵ کې یې د کډوالو د سهمیه بندۍ پر وړاندې مخالفت ښودلی و، له دې پرېکړې سره موافق نه وي.

فرانسه همدا راز اطمینان ورکړی چې د روان کال تر سپټمبر میاشتې پورې به له لسو نورو هیوادونو سره هم د کډوالۍ په اړه موافقه وکړي.

د فرانسې ولسشمر په خپلو ویناوو کې دا هم وویل چې لیبیا باید کډوال له توقیف ځایونو څخه خوشې کړي. نوموړی یاد هیواد کې د کډوالو وضعیت «د اندېښنې وړ» وباله.

 

نورې ليکنې