ګرند - سنت جمنازیم شاوخوا کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل/کډوال نیوز
ګرند - سنت جمنازیم شاوخوا کې د کډوالو خیمې. کرېډېټ: مهدي شبیل/کډوال نیوز

د فرانسې شمالي ښار ګراند – سنت د خپلې ګاوندۍ کالې په شان د ګڼو کډوالو د اوسېدو ځای بلل کېږي. د ګراند سنت په جمنازیم او شاوخوا کې یې، چې د جنورۍ له پیل راهیسې د سیمې ښاروالۍ له خوا کډوالو ته ځانګړی شوی دی، نږدې ۸۵۰ کسان اوسېږي. د دغو کسانو په ډله کې کم عمره کډوال او کورنۍ هم دي. بل لور ته د ګراند سنت په پیوتوک ځنګل کې هم ځینې نور کډوال تر خیمو لاندې ژوند کوي او له بېلابېلو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. کډوال نیوز له سیمې څخه رپوټ ورکوي.

د ګراند – سنت جمنازیم مخ ته یو ځوان کډوال د سولیداریتې باردرز (Solidarity Borders) له رضاکارې سره خبره کوي. دغه کډوال چې د عراق دی او زاړه کالي یې اغوستې دي، وایي: «پرون شپه مې خیمه نه درلودله. بهر کې هوا ګرمه ده خو حشرات ډېر دي. ټول کډوال خیمې لري خو زه دلته نوی راغلی یم او خیمه نه لرم.»

د جمنازیم په کیڼه برخه کې یو مهاجر پلوه سازمان پر کډوالو خواړه وېشي. د یادو مهاجرو په ډله کې ښځې او ماشومان هم لیدل کېږي. دوی چې ډېری یې کردان دي او له عراق څخه راغلي، په جمنازیم کې ژوند کوي.  

د ګراند سنت جمنازیم چې تېر ژمی د پخواني ښاروال دامین کاریم له خوا پرانیستل شوی و د جنورۍ له پیل راهیسې کډوالو ته ځانګړی شوی دی. اوس مهال یاد جمنازیم کې نږدې ۸۵۰ کسان اوسېږي چې په ډله کې یې شاوخوا ۵۰ کورنۍ او ۱۳۰ ماشومان هم شته. خو دا په داسې حال کې چې یاد ځای یوازې د ۲۰۰ تر ۳۰۰ کسانو ظرفیت لري. د جمنازیم په شاوخوا کې ګڼ شمېر نور کسان تر کوچنیو او لویو خیمو لاندې ژوند کوي.

      -

ژوند تر خیمې لاندې

۳۴ کلن حسن د عراق د جلولا سیمې دی او ګراند – سنت کې له خپلې ۳۳ کلنې ښځې شیما او له خپلو دوو ماشومانو هیني او هېدي سره ژوند کوي. نوموړی چې خیمه یې د نورو خیمو پرتله یو څه لویه ده برتانوي پاسپورټ لري. هغه په ۲۰۰۱ کې له عراقه برتانیا ته لاړ او همدغه ځای کې یې د پناه او بیا د تابعیت غوښتنې وکړلې. حسن وایي: «زوی مې هم برتانوي پاسپورټ لري او موږ دواړه برتانیا ته تللی شو. خو ستونزه دا ده چې ښځه او لور مې پاسپورټ نه لري. زه له همدې کبله دې کمپ کې اوسېږم چې یوه حل لاره وموندل شي.» نوموړی زیاتوي چې عراقي ادارو کې یې نکاح ثبت شوې نه ده او له همدې امله دی په اسانۍ سره دا نه شي ثابتولی چې شیما یې ښځه ده.

د ښاغلي حسن دواړه ماشومان په جرمني کې زېږېدلي دي چېرې چې د حسن ښځه شیما د پناه غوښتنه کړې وه، خو له دوو نیمو کلونو وروسته یې غوښتنه رد شوه او نوموړې سویس ته لاړه. آغلې شیما سویس کې د څو میاشتو له پاره په یو کمپ کې اوسېدله، خو کله چې جرمني ته یې د خپل اخراج خبر واورېده یاد هیواد ته بېرته ولاړه او بیا له جرمني څخه د فرانسې ګراند - سنت ښار ته راغلله. اوس یوه میاشتې او لس ورځې کېږي چې شیما له خپل میړه او ماشومانو سره د ګراند – سنت جمنازیم په کمپ کې اوسېږي.


د سولیداریتي باردرز رضاکاره کتي د حسن کورنۍ په اړه وایي: «دا یوه متفاوته بېلګه ده. حسن تر دې مخکې د خپلې ښځې او لور له پاره د برتانوي پاسپورټ د ترلاسه کولو غوښتنه کړې، خو تر اوسه یې پایله معلومه نه ده.»

حسن، چې د برتانیا د شمالي لینکولنشایر په سکنتورپ ښار کې کور لري او تر دې مخکې یې د چپس جوړولو په یوه فابریکه کې کار کاوه، د خپلې خیمې مخ ته یو کوچنی بڼ جوړ کړی. د حسن په بڼ کې یو دیګدان هم شته چې نوموړی په کې دودیز خواړه پخوي او د بڼ پر څپرې د فرانسې بېرغ درول شوی.

پیوتوک ځنګل یا د افغان او پاکستاني کډوالو د اوسېدو ځای

خو ګراند – سنت ښار کې کډوال یوازې په جمنازیم او شاوخوا کې یې نه اوسېږي. د یاد ښار یوه بله سیمه، پیوتوک ځنګل، کې د ځینو نورو کډوالو د اوسېدو ځای بلل کېږي. یاد کډوال چې ډېری یې افغانان او پاکستانیان دي په درېو بېلا بېلو کمپونو کې د ونو ترمنځ تر کوچنیو خیمو لاندې ژوند کوي.

د سولیداریتې باردرز رضاکارې کتي په حواله دغه سیمه کې تېر اوړی شاوخوا ۲۰۰۰ کډوال اوسېدل خو اوس یې په شمېر کې کموالی راغلی دی. 

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ګراند - سنت: «د کډوالو وضعیت مخ په خرابېدو دی» 

۲۲ کلن سید عارف چې پیوتوک ځنګل کې له خپلو ځینې افغان او پاکستاني ملګرو سره ژوند کوي، وایي: «دا د ژوند ځای نه دی، خو موږ کومه بله چاره نه لرو.» نوموړی د افغانستان د کاپیسا ولایت دی او ۳ و نیم کاله کېږي چې له افغانستانه وتلی دی. هغه لومړی بلجیم کې د پناه غوښتنه وکړه خو هلته یې غوښتنه هم د بلجیم د کډوالۍ ادارې او هم د استیناف محکمې له خوا رد شوه. سید عارف وایي چې د خاورې پرېښودلو سند تر ترلاسه کولو وروسته یې د فرانسې په لور حرکت وکړ او اوس یې موخه دا ده چې برتانیا ته ولاړ شي.


سید عارف او ملګري یې تر ټولو نه مخکې د پولیسو له چلند څخه شکایت لري او وایي چې سرتېري په اوونۍ کې درې یا څلور ځله کمپ ته راځي او د کډوالو خیمې راټولوي. خو دا د پولیسو د چلند یوه برخه ده، بله برخه یې دا ده چې دوی د کډوالو د تیت او پرک کولو او د خیمو د تړلو له پاره اوښکې بهوونکي ګاز کاروي.

سید عارف یوې سوځېدلې خیمې ته په اشاره وایي: «خیمه مو وسوځوله ځکه چې پولیسو پرې ګاز شیندلی و او نور د استفادې وړ نه وه. هره اوونۍ داسې پېښې تکراريږي. دا ډېر ستړی کوونکی وضعیت دی.»

د پیوتوک په دغه کمپ کې شاوخوا ۳۰ افغان او پاکستاني کډوال اوسېږي، خو هر یو یې خپله ځانګړې موخه او هیله لري. د بېلګې په توګه، سید عارف غواړي چې برتانیا ته تر رسېدو او پناه غوښتنې وروسته درس ووایي او د سیاسي علومو په برخه کې خپلې زده کړې ترسره کړي. نوموړی وایي چې له ستونزو سربېره په دې باور لري چې یوه ورځ یې ارمانونه پوره کېږي. ۲۴ کلن فیصل، چې له ۶ میاشتو راهیسې ګراند – سنت کې اوسېږي، په جدیت سره وایي چې هغه یوازې غواړي برتانوي پاسپورټ ترلاسه کړي، بیا به بېرته افغانستان ته ستون شي. نوموړی یوه ۶ میاشتنۍ لور لري چې سارا نومېږي او له خپلې مور سره په افغانستان کې اوسېږي. هغه د خپل ملګری ۲۱ کلن میرویس په شان، چې له ۵ و نیمو کلونو راهیسې له افغانستانه وتلی او تر دې مخکې یې د فرانسې په مونپلیه ښار کې غوښتنه رده شوې، وایي: «زه به هرومرو برتانیا ته ولاړ شم. یا مرګ یا لنډن!»


ستونزې او وېرې

د ګراند سنت په پیوتوک کمپ کې مېشت کډوال د پولیسو له ناوړه چلند سربېره له نورو ستونزو څخه هم شکایت کوي. د بېلګې په توګه، د باران ورښت او تر خیمو لاندې سخت ژوند. د افغان کډوالو په خبره کله کله داسې وضعیت هم رامنځته کېږي چې د شپې له خوا باران وورېږي خو کډوال خیمې و نه لري او تر لښتو لاندې ځان پټ کړي.

بله ستونزه د کنارابونو ستونزه ده: کډوال له مجبورۍ په ازاده فضا کې رفع حاجت کوي او یا هم هغې سیمې ته ځي چېرې چې ځینې کنارابونه نصب شوي خو له ځنګله یو څه لېرې دي.

خو دا یوازې د پیوتوک ځنګل اوسېدونکو ستونزه نه ده، د جمنازیم اوسېدونکي هم وایي چې سره له دې چې جمنازیم ته نږدې کنارابونه نصب شوي دي خو ډېر چټل دي او څوک یې پاکۍ ته پام نه کوي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: ګراند - سنت کې د کډوالو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو له پاره د روغتیایي تجهیزاتو برابرول

بله مسله دا چې: د جمنازیم شا ته یوه داسې برخه هم شته چې ځینې «کډوال» هلته دکانونه جوړ کړي. جمنازیم کې مېشت د ځینې نورو مهاجرو په خبره یاد کسان، چې ډېری یې عراقي کردان دي، قاچاق وړونکي دي او له مافیایي شبکو سره لاس لري. عراقی مارکو یو له هغو کسانو دی چې وایي د خپل دکان د جوړولو له پاره یې عراق کې خپل کور پلورلی. نوموړی دا هم وایي چې داعشیان یې ورور وژلی او هغه د همدې کبله له داعشیانو سره جګړه کړې ده.


کله چې مارکو د کمپ په تړلو خبرېږي په عصبانیت سره وایي: «څوک زما پیسې بېرته ورکوي؟ که جمنازیم وتړل شي زما دکان هم تړل کېږي. ما دومره پیسې مصرف کړې او اوس دوی غواړي چې د کډوالو کمپ وتړي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: ګراند - سنت ښار کې ځینې کډوال د قاچاق وړونکو له وېرې له اوسېدو ځایونو څخه محروم پاتې شوي 

د رپوټونو له مخې اټکل دی چې راتلونکې میاشت کې به د فرانسې د شمالي ښار ګراند سنت جمنازیم د ښاروالۍ له خوا وتړل شي. د سیمې د ښاروالۍ ویاند په خبره دوی د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۱۷مه) په یوه غونډه کې د جمنازیم د تړلو اعلان وکړ. دا په داسې حال کې چې سازمانونه اندېښنه ښيي چې د جمنازیم د تړلو په صورت کې د ګراند – سنت ښار په هره سیمه کې به د کالې په شان نوي کمپونه جوړ شي.

 

نورې ليکنې