زيات مهاجر او پناه غوښتونکي د تاتريخوالي سره مخامخ سوي وي.
زيات مهاجر او پناه غوښتونکي د تاتريخوالي سره مخامخ سوي وي.

د آلمان د حکومت د معلوماتو پر اساس د ذهني ټکان يا تراوما ناروغ مهاجر اوسطا ۷ مياشتي انتظار باسي تر څو درملنه يې پېل سي.

د آلمان په مرکزي پارلمان بُندستاګ کي د حزب اختلاف د کيڼ ګوند د يوې پوښتنې په جواب کي ويل سوي چي هغه مهاجر چي د ذهني ټکان يا تراوما مريضان وي، بايد اوسطا علاج ته ۷ مياشتي انتظار وباسي. دغه شمېرې د ۲۰۱۷ کال څخه دي.

په آلمان کي د مهاجرو او د تاوتریخوالي د قربانيانو د رواني معالجې د مراکزو سازمان (
BAfF) په ۲۰۱۶ کال هم ورته راپور خپور کړی ؤ. هغه وخت ويل سوي ول چي په رواني ناروغي اخته مهاجر اوسطا تر شپږو مياشتو څخه په کم وخت کي درملنه کيږي. د ۲۰۱۸ کال په هکله اعداد او شمېرې نه دي خپرې سوي. د آلمان حکومت په دې تړاو هم اعداد او شمېرې نه دي وړاندي کړي چي په تيرو څلورو کالونو کي د کوم شمېر مهاجرو رواني علاج سوی دی.

د
BAfF سازمان وايي چي يوازي په ۲۰۱۷ کال ۲۱۴۰۰ مهاجر او د تاوتريخوالي قربانيان د دوی په مراکزو کي درملنه سوي دي. دغه سازمان وايي چي ښايي په ۲۰۱۸ کال دغه شمېر لږ زيات وي.

د
BAfF سازمان په ۹۰يمه لسيزه کي په زياته د بالقان د مهاجرو د درملنې له پاره په خپلو ۴۰ مراکزو کي کار کاوه. په ۲۰۱۵ کال و اروپا ته د مهاجرو د بحران د راتلو سره په آلمان کي د ياد سازمان د مراکزو شمېر ۵۳ ته جګ کړل سو.

خو د دغه سازمان په وينا د دوی امکانات اوس هم ډېر کم دي او نه سي کولای چي د ټولو مراجعينو درملنه پر وخت وکړي. دغه سازمان له ۲۰۱۶ کال راهيسي تر ۱۲،۵ فيصده پوري خپله بوديجه د آلمان له حکومت څخه ترلاسه کوي او زياتره نوره برخه بوديجه يې د بسپنو او لنډمهالو پروژو له لاري په لاس راوړل کيږي.

د کيڼ ګوند له خوا د تمويل سوې يوې څېړني په پايلو کي راغلي چي و آلمان ته له راتلونکو مهاجرو څخه ۸۷ سلنه يې داسي دي چي د جګړې، وژنو، جبري کار او يا د مهاجرت پر لار د ورته ذهني ټکان ورکوونکو حالاتو سره مخامخ وي. د بامف، سوسيو ايکانوميک پېنل او د کاري نړۍ د څېړنو د مرکز له خوا په تر سره سوې څېړنه کي بيا دا پايله په لاس راغلې چي ۵۶ سلنه مهاجر له تاوتريخوالي، جنسي تشدد او زنداني کېدو له تراوما يا ذهني ټکان سره مخامخ سوي وي.

د څېړنې د پايلو له مخي و آلمان ته له راتلونکو مهاجرو څخه نژدې دريمه برخه يې د ژور رواني زخم يا پوست تراوماتيک سترېس ديس آردر د ګواښ سره مخامخ وي. عموما دا هغه رواني ناروغي دي چي په جګړه کي ونډه اخيستونکي بعضي عسکر ورسره مخامخ کيږي.

يادې شمېرې په داسي حال کي رابرسېره کيږي چي د لومړيو ۱۵ مياشتو له پاره په آلمان کي مهاجرو ته صرف د اضطراري درملنې امکانات موجود وي. د روانې ناروغيو هغه کارپوهان چي د عادي صحي بيمه لرونکو له پاره کار کوي، پناه غوښتونکي ورته په لومړيو ۱۵ مياشتو کي مراجعه نه سي کولای.

 

نورې ليکنې