انساني قاچاق يو سنګين جرم دې. کرېډېټ: ګلوايکټ
انساني قاچاق يو سنګين جرم دې. کرېډېټ: ګلوايکټ

د آلمان څخه اخراج شوي ۲۷ پاکستانيان د چارشنبې په ورځ د يوې خصوصي الوتکې په ذريعه اسلام اباد ته را رسېدلي دي.

د تفصيلاتو تر مخه آلمان ته په ناقانونه طريقو تللي ۲۷ پاکستانيان د اسلام اباد په هوايي ډګر کوز کړل شول او د پاکستان مرکزي تحقیقاتي ادارې (اېف ایي ای) چارواکو دوی په توقیف کې کړل او پلټنې يې ترې نه پېل کړې. 

د کال ۲۰۱۹ دوران شاوخوا ۱۰۰ پاکستانيان له آلمان څخه شړل شوي دي. د جون په مياشت کې آلمان لږترلږه ۴۴ پاکستاني کډوال خپل وطن ته کړي و ولې د جنورۍ په مياشت کې هم آلمان ۲۷ پاکستانيان اخراج کړي و.

د يو خبري راپور تر مخه په کال ۲۰۱۸ کې شاوخوا ۲۰۰۰۰ پاکستانيانو په آلمان کې د پناه غوښتنه کړې ده. د زياتره پاکستاني کډوالو د پناه غوښتلو اپيلونه رد کېږي ځکه چې په غوښتنليکونو کې د دوی ادعاګانې خو يا کمزورې وي او يا بې بنسټه وي. د یوې اندازې تر مخه دا وخت په المان کې شاوخوا ۸۵۰۰۰ پاکستانیان په قانوني او ناقانونه توګه ژوند کوي. 


 

نورې ليکنې