مدیترانه کې د دوو کښتیو ډوبېدو پېښه کې له ۱۱۰ تر ۱۵۰ کسان لادرکه دي. یادو کښتیو کې تر ۳۰۰ ډېر کسان سپاره وو. په همدې حال کې د لیبیا ساحلي ګارد وایي چې د لیبیا د حمص ښار له ساحلي اوبو څخه یې شاوخوا ۱۳۰ نور کډوال نیولي دي.
د ۲۰۱۹ د جولای میاشتې په ۲۵مه دوه کښتۍ چې تر ۳۰۰ ډېر کسان په کې سپاره وو په مدیترانه کې واوښتې. پېښه د پلازمېنې طرابلس ختیځ په ۱۲۰ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده.
د لیبیا ساحلي ګارد ویاند جنرال ایوب قاسم د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې ۱۱۵ کډوال لادرکه دي خو ۱۳۴ نور کسان د ساحلي سرتېري له خوا «ژغورل» شوي او حمص ښار ته استول شوي دي. نوموړی زیاته کړې چې تر اوسه یوازې یو جسد موندل شوی دی.
خو د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند چارلي یاکسلي په حواله پېښه کې شاوخوا ۱۵۰ کډوال لادرکه او ۱۴۵ نور کسان ژغورل شوي دي.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فیلیپو ګراندي د پېښې په اړه ویلي: «دا د روان کال په ترڅ کې مدیترانه کې تر ټولو غمجنه پېښه ده.»
د بې سرحده ډاکټرانو سازمان مشر ژولیان رایکمن په خبره د یادې ټولنې کارکوونکي ژغورل شویو کسانو ته - چې ډېری یې اریټریایان دي خو په ډله کې یې سوډانیان او فلسطینیان هم شته - روغتیایي او بشردوستانه مرستې برابروي. نوموړی د ژغورل شویو کډوالو له قوله د فرانسې خبري اژانس ته ویلي چې کښتیو کې شاوخوا ۴۰۰ کسان سپاره وو.
د لیبیا ساحلي ګارد ویاند ایوب قاسم په حواله ژغورل شوي کډوال د هرکلي مرکزونو ته استول شوي. خو دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند چارلي یاکسلي وایي لیبیایي چارواکي ۸۴ کدوال د تاجورا توقیف ځای ته استولي دي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره او د کډوالۍ نړیوال سازمان لیبیا ته د ژغورل شويو کډوالو د لېږلو خلاف دي. ځکه یاد هیواد کې کډوال توقیف ځایونو ته اچول کېږي او یا هم دې ته مجبورېږي چې په جګړو کې برخه واخلي.