ګریګتوریتي کښتۍ کې تر ۱۳۰ ډېر کډوال بند پاتې دي. کرېډېټ: د انسا له پاڼې څخه
ګریګتوریتي کښتۍ کې تر ۱۳۰ ډېر کډوال بند پاتې دي. کرېډېټ: د انسا له پاڼې څخه

د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګرېګوریتي د یکشنبې په ورځ د اګوستا (سیسیل) په نظامي بندر کې لنګر واچاوه. خو ایټالوي چارواکي وایي چې کښتۍ کې سپرو کډوالو ته به تر هغه دمه د ښکته کېدو اجازه ور نه کړي چې د یادو مهاجرو د وېشلو په اړه اروپایي ټولنې سره یوې موافقې ته ورسېږي.

د پنجشنبې په شپه (د جولای ۲۵مه) مدیترانه کې دوه کښتۍ، چې شاوخوا ۱۴۰ کډوال پکې سپاره وو، د ایټالیا د ساحلي ګارد له خوا وژغورل شوې.

دا په داسې حال کې چې په همدې ورځ د لیبیا په ساحلي اوبو کې د څو کښتیو ډوبېډو پېښه کې تر ۱۱۰ نور کډوال مړه او یا لادرکه شول.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مدیترانه کې تر کښتۍ ډوبېدو وروسته تر سلو ډېر کډوال لادرکه دي

د ایټالیا ساحلي ګارد د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د مالتا د غوښتنې او د «کورنیو چارو وزیر د معلوماتو» پر بنسټ یې یاد کډوال له سمندره ژغورلي دي.

خو د کډوالو تر ژغورنې وروسته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني اعلان وکړ، تر هغه دمه چې د یادو مهاجرو د تقسیم په اړه له اروپایي ټولنې سره موافقه و نه کړي هغوی ته د ایټالیا په خاوره کې د ښکته کېدو اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د فرانسې ولسشمر امانوئل مکرون په یوه غونډه کې ویلي وو، څوارلس اروپایي هیوادونه د کډوالو د وېشلو په اړه پر یو «مکانیزم» موافقه کړې.

ښاغلی سالویني هغه مهال د فرانسې پر ولسمشر نیوکه کړې وه او تر غونډې وړاندې یې خپل فرانسوی سیال کریستوف کاستانر ته د یو لیک په استولو سره ویلي وو، د ټولو هغو تصمیمونو خلاف دی چې یوازې د پاریس او برلین له خوا نیول کېږي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: څوارلس اروپایي هیوادونه د کډوالۍ په اړه د ملاتړ پر یو «مکانیزم» موافقه وکړه

د پنجشنبې په شپې ۶ کډوال له ګریګوریتي کښتۍ څخه د روغتیایي لاملونو له کبله لامپدوسا بندر کې کوز کړل شول. دغه راز د شنبې په شپه یوه امېندواره ښځه، دوه ماشومان او میړه یې سیسیل بندر کې له کښتیه ښکته کړل شول.

مهاجر پلوه ټولنې لکه الارم فون او اس او اس مدیترانه د لیبیا په ساحلي اوبو کې د مهاجرو د کښتۍ ډوبېدو پېښې ته په اشاره ټینګار کوي چې د سمندري قوانینو له مخې د ایټالیا د سمندري ځواکونو له خوا ژغورل شويو کډوالو ته باید ژر تر ژره یو خوندي بندر کې د کوزېدو اجازه ور کړل شي. 

په همدې حال کې تقاعد شوی امیرالبحر ګیسپ دو ګیورګي، چې له کډوالو سره یو ځای په ګریګتوریتي کښتۍ کې بند پاتې دی، د یکشنبې په ورځ وویل د کښتۍ عملې «پوره ملاتړ» کوي. نوموړی په یوه خبرپاڼه کې د ساحلي ګارد سرتېري ستاینه وکړه او ویې ویل چې دوی په سمندر کې د خلکو ژوند ژغورلی دی او دا یې دنده وه.

بل لور ته د یکشنبې په ورځ پاپ فرانسوا د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کډوالو د کښتیو ډوبېدو پېښې په اړه خواښیني څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د ورته غمجنو پېښو د مخنیوي له پاره دې جدي تدابیر ونیول شي.

 

نورې ليکنې