ګریګتوریتي کښتۍ کې تر ۱۳۰ ډېر کډوال بند پاتې دي. کرېډېټ: د انسا له پاڼې څخه
ګریګتوریتي کښتۍ کې تر ۱۳۰ ډېر کډوال بند پاتې دي. کرېډېټ: د انسا له پاڼې څخه

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ (د جولای ۳۰مه) وویل چې ګریګوریټي کښتۍ کې سپاره ۱۶ کم عمره کډوالو ته یې د کوزېدو اجازه ورکړې ده.

د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې ګریګوریټي کښتۍ کې سپاره ۱۶ کم عمره کډوال، چې عمرونه یې له ۱۵ تر ۱۷ کلونو دي، یاد هیواد کې د کوزېدو اجازه لري.

د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریټي چې ۱۳۱ کډوال په کې سپاره دي، له څلورو ورځو راهیسې د ایټالیا د سیسیل سیمې په یو بندر کې بنده پاتې ده.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: ایټالیا: تر ۱۳۰ ډېر کډوال د ایټالیا په ساحلي اوبو کې بند پاتې دي

بل لور ته د جرمني د کورنیو چارو وزارت یو ویاند د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، هیواد یې ګریګوریټي کښتۍ کې د سپرو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی. د نوموړي په خبره جرمني همدا راز اروپایي کمېسیون ته ویلي چې د یادو کډوالو په اړه له نورو اروپایي هیوادونو سره خبرو اترو ته چمتو ده.

د پنجشنبې په شپه (د جولای ۲۵مه) مدیترانه کې دوه کښتۍ، چې شاوخوا ۱۴۰ کډوال پکې سپاره وو، د ایټالیا د ساحلي ګارد له خوا وژغورل شوې.

د پنجشنبې په شپې ۶ کډوال له ګریګوریتي کښتۍ څخه د روغتیایي لاملونو له کبله لامپدوسا بندر کې کوز کړل شول. دغه راز د شنبې په شپه یوه امېندواره ښځه، دوه ماشومان او میړه یې سیسیل بندر کې له کښتیه ښکته کړل شول.


 

نورې ليکنې