د برتانیا نوی لومړی وزیر بوریس جانسون. کرېډېټ: رویترز
د برتانیا نوی لومړی وزیر بوریس جانسون. کرېډېټ: رویترز

د برتانیا د بهرنیو چارو پخوانی وزیر بوریس جانسن چې تېره اونۍ د برتانیا د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو وایي، غواړي د دې هیواد د مهاجرت په سیاست کې بدلون راولي. ښاغلی جانسن زیاتوي، تر دې وروسته به کډوالو ته د هغوی د وړتیاوو پر بنسټ د اقامې او کار اجازه ورکول شي.

بوریس جانسون د سه شنبې په ورځ (د جولای ۲۳مه) د محافظه کار ګوند مشر او د برتانیا د نوي لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. نوموړی د برتانیا د لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته اعلان وکړ چې غواړي د دې هیواد د مهاجرت پر سیاست «اساسي» بیا کتنه وکړي.

ښاغلی جانسون چې تر دې مخکې د لنډن ښاروال او دغه راز د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر و، په ځینې مواردو کې متناقض دریځونه لري.

د بېلګې په توګه، هغه لومړی د برګزېټ یا له اروپایي ټولنې سره د برتانیا د وتلو خلاف و، خو د ۲۰۱۶ په جون میاشت کې یې خپل دریځ بدل کړ. اوس چې هغه د برتانیا د لومړي وزیر په توګه ټاکل شوی وایي، لومړۍ دنده به یې دا وي چې له اروپایي ټولنې څخه د برتانیا د وتلو بهیر چټک کړي.

بې سنده کډوالو ته به قانوني اسناد ورکړل شي

بوریس جانس د خپل کمپاین پر مهال وویل، موخه یې دا ده چې برتانیا کې بې سنده کډوالو ته قانوني اسناد ورکړي. د نوموړي په خبره یوازې په لنډن کې شاوخوا ۵۰۰ زره کسان په ناقانونه توګه کار او ژوند کوي.

ښاغلی جانسن د جولای پر ۱۳مه اعلان وکړ، هغو کسانو ته به قانوني اسناد ورکړل شي چې «له ۱۲ کلونو او یا تر دې له زیاتې مودې راهیسې» برتانیا کې اوسېږي، له قضایي ارګانونو سره کوم مشکل نه لري، سخت کارونه کوي، خو مالیه نه شي ورکولی. نوموړی زیاته کړه: «موږ باید پر دې هم فکر وکړو چې څنګه کولی شو داسې کسانو ته قانوني اسناد ورکړو.» نوموړی د پنجشنبې په ورځ (د جولای ۲۵مه) د برتانیا په ولسي جرګه کې هم پر دې خبر یو ځل بیا ټینګار وکړ.

خو دا لومړی ځل نه دی چې بوریس جانسون د بې سنده کډوالو د وضعیت د قانوني کولو په اړه خبرې کوي. تر دې مخکې نوموړی د لنډن ښاروال په توګه ویلي وو، غواړي ټولو هغو کسانو ته قانوني سندونه ورکړي چې له ۵ کلونو او یا تر دې له زیاتې مودې راهیسې د برتانیا پلازمېنه کې اوسېږي او له «ټولنې سره خپل تعهد» ثابتولی شي.

د وړتیاوو پر بنسټ سیسټم

خو بوریس جانسون دا هم وایي چې د بې سنده کډوالو د وضعیت د قانوني کېدو سره سره د دې هیواد په سرحدونو کې امنیتي تدابیر نور هم ټینګېږي. نوموړی همدا راز غواړي چې تر برګزېټ وروسته برتانیا کې د کډوالۍ یو داسې سیسټم جوړ کړي چې د مهاجرو د وړتیاوو پر بنسټ وي.

هغه د جون میاشتې په پای کې ویلي وو: «موږ باید د هغو کسانو هرکلی وکړو چې ډېرې وړتیاوې لري، لکه ساینسپوهان، خو خلکو ته هم باید ډاډ ورکړو چې له اروپایي ټولنې څخه تر وتلو وروسته به د هغو کډوالو شمېر تر کنترول لاندې وي چې وړتیاوې نه لري.»

د دې سیسټم له مخې د کډوالو انتخابول د ځینې معیارونو له مخې ترسره کېږي. د بېلګې په توګه، په کاناډا کې زده کړې، د ژبې کچه، کاري تجربه، عمر، کار او د ادغام ظرفیت هغه معیارونه دي چې له مخې یې چا ته د کار کولو اجازه ورکول کېږي. همدا راز په استرالیا کې کډوال اړ دي چې یوه سخته ازموینه ورکړي.

استرالیا یا بوریس جانسون له پاره د کډوالۍ بېلګه

ښاغلی جانسون د استرالیا د کډوالۍ سیسټم ته د یوې بېلګې په توګه اشاره کوي. نوموړی د برتانیا لومړي وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته د دولت له یوې مشورتي کمیټې څخه د استرالیا د کډوالۍ سیسټم د لوستلو او څېړلو غوښتنه وکړه.

خو استرالیا کې د کډوالۍ شرایط ډېر سخت دي. له ۲۰۱۳ راهیسې استرالیا په منظمه توګه ټولې هغې کښتۍ پر شا تمبوي چې د یاد هیواد سواحلو ته رسېږي. او یا هم کډوال او پناه غوښتونکي د آرام سمندرګي، نورو ټاپو او د نوې پاپا ګېنې اداري توقیف ځایونو ته استول کېږي.

تر اوسه پورې بوریس جانسون د هغو کډوالو په اړه څه نه دي ویلي چې له مانش کاناله په تېرېدو سره ځان برتانیا ته رسوي.

 

نورې ليکنې