د ۲۰۱۹م کال د جولای ۱۸مه: د افغانستان په کندهار ولایت کې چاودنه. کرېډېټ: رویترز/اسماعیل صمیم
د ۲۰۱۹م کال د جولای ۱۸مه: د افغانستان په کندهار ولایت کې چاودنه. کرېډېټ: رویترز/اسماعیل صمیم

د یوناما د نوي رپوټ له مخې د ۲۰۱۹م کال په لومړۍ نیمایي کې افغانستان کې جګړې تر ۱۳۰۰ ډېر ملکي وګړي وژلي او نږدې ۲۵۰۰ تنه یې ټپیان کړي. رپوټ زیاتوي چې د جګړې د ښکیلو اړخو له خوا ولس ته تر ټولو ډېر زیان اوښتی دی. دا په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت د یوناما دغه رپوټ ناسم بولي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت یا یوناما د جولای پر ۳۰مه د یوه رپوټ په خپرولو سره وویل، د ۲۰۱۹ په لومړۍ نیمایي کې افغانستان کې ۱۳۶۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۲۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي. رپوټ زیاتوي چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ولسي تلفاتو په کچه کې ۲۷ سلنه کموالی راغلی دی.

یوناما د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې شمېر «ټکان ورکوونکی » بولی او وایي چې جګړې کې ښکیل اړخونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د مخنیوي له پاره «کافي هڅه» نه ده کړې.

۱۲۰۷ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د یوناما د رپوټ له مخې د روان کال په لومړۍ نیمایي کې د تاوتریخوالي په پېښو کې ۳۲۷ ماشومان وژل شوي او ۸۸۰ تنه نور یې ټپیان شوي دي. یاد ماشومان په اکثرو مواردو کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله وژل او یا ټپیان شوي دي. خو رپوټ کې دا هم راغلي چې پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه او د جګړو په لیکو کې د ماشومانو ګمارل د هغوی د مرګ ژوبلې نور لاملونه دي.

د یوناما په حواله د ماشومانو د مرګ ژوبلې کچه د ۲۰۱۸ کال د همدې مودې پرتله ۱۳ سلنه کموالی ښيي.

رپوټ زیاتوي، د اپریل میاشتې په ۱۴مه لغمان ولایت کې یو ښوونځي ته نږدې ۷ ماشومان د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له کبله وژل او ۸ تنه نور یې معلول او معیوب شول.  

یوناما همداراز وایي چې د ۲۰۱۹ په لومړۍ نیمایي کې ۲۶ تنه (۲۳ ماشومان د طالبانو له خوا او درې نور ماشومان د افغان امنیتي ځواکونو او یا د حکومت پلوه وسله والو ډلو له لوري) د جګرو په لیکو کې ګومارل شوي دي.

ښځې او جګړه

د ۲۰۱۹ د جنورۍ له لومړۍ د جون تر ۳۰ افغانستان کې ۴۳۰ ښځو (۱۴۳ مړې او ۲۸۶ ټپیانې) ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو دا هم د تېر کال همدې مودې پرتله ۲۲ سلنه کموالی ښيي.

رپوټ کې راغلي چې په ځینې مواردو کې ښځو ته د «موازي قضایي جورښتونو» له خوا سزاوې ورکړل شوې او یا هم هغوی د «غیراخلاقي» کړنو په خاطر وژل شوې دي.

د بېلګې په توګه، د د جنورۍ پر ۴مه د سرپل ولایت په سنچارک ولسوالۍ کې طالبانو یوه ۲۵ کلنه ښځه د زنا په تور پر دره ووهله. همدا راز د جون پر ۲۷مه د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو یوه ۳۰ کلنه ښځه او درې کلنه ماشومه یې تر هغې وروسته ووژلې چې د ښځې میړه پر خپله ښځه د فحاشۍ تور ولګاوه.

«د طالبانو د جنایتونو سپینول»

خو په همدې حال کې د افغانستان حکومت د یوناما دغه رپوټ ناسم بولي.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) په یوه خبري غونډه کې وویل چې د دې رپوټ د معلوماتو راټولو طریقې سره مخالف دی او ناسمه یې بولي.

نوموړی زیاته کړه چې رپوټ کې شته معلومات له معتبرو سرچینو څخه نه بلکې د رسنیو څخه اخیستل شوي دي.

د ښاغلي صدیقي په خبره طالبان افغانستان کې د ملکي تلفاتو اصلي لامل دي او یونوما غواړي چې د داسې رپوټو په خپرولو سره د طالبانو جنایتونه «سپین کړي.»

نوموړی زیاتوي چې یوازې په تېرو څو ورځو کې طالبان ۱۱۰ ملکي وګړي وژلي او ۲۰۰ نور یې ټپیان کړي دي. هغه دا هم وایي چې طالبان هره ورځ شاوخوا ۲۰ ولسي وګړي وژني او دا د یوناما له شمېرو سره مطابقت نه لري.

۲۰۱۸ ملکي وګړو ته تر ټولو خونړی کال

بل لور ته د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت مشر تاداماچي یاماموتو په یوه خبرپاڼه کې د دوحې خبرو اتو ته په اشاره د جګړې له دواړو اړخونو څخه غواړي چې د ملکي وګړو د تلفاتو د مخنیوي له پاره «عاجل تدابیر» ونیسي.

د جولای میاشتې په پیل کې د قطر په دوحه ښار کې د طالبانو او د ځینې افغان سیاستوالو تر منځ د خبرو اترو په پایله کې دواړو خواوو په یوه پرېکړه لیک کې وویل، چې د جګړو د تلفاتو شمېر دې صفر ته راټیټ شي. خو افغانستان کې تر دمه ملکي وګړي وژل او ټپیان کېږي.

د یوناما د رپوټ له مخې ۲۰۱۸ افغاناتو ته تر ټولو خونړی کال و چې پر مهال یې د ۹۰۰ ماشومانو په ګډون ۳۸۰۴ کسان وژل او ۷۱۸۹ نور کسان ټپیان شول.

 

نورې ليکنې