د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي. کرېډېټ: ایماژ/زوما پرس
د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي. کرېډېټ: ایماژ/زوما پرس

د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي کې سپاره کډوال تر یوې اونۍ انتظار وروسته دې هیواد کې کوزېدلی شي. تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي وو چې یوازې هغه مهال کښتۍ کې سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکوي چې د کډوالو د وېشلو په اړه له اروپایي ټولنې سره یوې موافقې ته ورسېږي.

د ایتالیا د ساحلي ګارد کښتۍ ګریګوریتي له یوې اونۍ راهیسې د دې هیواد په اګوستا بندر (سیسیل) کې بنده پاتې وه. د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ویلي وو چې اروپایي ټولڼې سره یوې موافقې ته د رسېدو په شرط کښتۍ کې سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکوي.

د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر او د اروپایي کمیسیون یو ویاند وویل چې جرمني، پورتګال، فرانسه، لوګزامبورګ، آیرلنډ او د ایټالیا کلیسا د سپرو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی. ښاغلی سالویني پر خپل فېسبوک پاڼه ولیکل چې په راتلونکو څو ساعتو کې به کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکړي.  

ګریګوریتي کښتۍ کې ۱۱۶ کډوال سپاره دي.

فرانسه چمتو ده چې ۳۰ کډوال ومني

سره له دې چې تر اوسه پورې د یادو کډوالو د وېشلو جزییات نه دي په ‌ډاګه شوي، خو د ځینې سرچینو په خبره د ایټالیا کلیسا ویلي چمتو ده تر نیمایي ډېر کډوال ومني. همدا راز اټکل دی چې فرانسه به د ۳۰ «کډوالو» هرکلی وکړي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستو کاستنر پر دې «موافقه» کړې چې په راتلونکو ورځو کې  د «۳۰ کډوالو خو نه د اقتصادي مهاجرو» هرکلی وکړي.

یاد کډوال چې د تېرې اونۍ په پیل کې یې له لیبیا څخه د اروپا په لور حرکت کړی و، په دوو کښتیو کې سپاره وو. دوی د جولای پر ۲۵مه د ایټالیا د ساحلي ګارد کښتۍ له خوا وژغورل شول او بیا ګریګوریتي کښتۍ ته انتقال شول.

د جولای پر ۲۹مه ایټالیا وویل چې کښتۍ کې سپاره ۱۵ کم عمره کډوال ایټالیا کې کوزېدلی شي.

۴۰ نور کډوال له سمندره وژغورل شول

په داسې حال کې چې اروپایي هیوادونه د کډوالو د وېشلو په اړه موافقه کړې، المانی سازمان سي آی وایي چې کښتۍ یې د جولای پر ۳۱مه ۴۰ کډوال د لیبیا له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي. خو د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر د فرمان له مخې دوی د ایټالیا ساحلي اوبو ته نه شي ننوتلی.

سره له دې چې ښاغلی سالویني د کډوالو ژغورنې کښتیو ته د ایټالیا په ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي، خو کډوال لا هم ځان ایټالیا ته رسوي. د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د شمېرو له مخې د روان کال تر دې دمه ۳۷۰۰ کډوال ایټالوي بندرونو ته ننوتلي دي.  

 

نورې ليکنې