د کورنيو د الحاق په پروسه کي پر بيوروکراسۍ هم نيوکي سوي
د کورنيو د الحاق په پروسه کي پر بيوروکراسۍ هم نيوکي سوي

د UNHCR سازمان پر آلمان ږغ کړی دی چي د پناه غوښتونکو د هغوی د کورنيو د يوځای کېدو په ترڅ کي دي لا زياتي آسانۍ رامنځ ته کړي.

په آلمان کي د دويمي درجې قبولي «فرعي محافظت» لرونکي پناه غوښتونکي کولای سي چي له ۲۰۱۸ کال له اګست مياشتي راهيسي صرف په معين شمېر کي د خپلې کورنۍ غړي آلمان ته د ورسره یوځای کېدو لپاره راوغواړي. خو اوس د UNHCR سازمان د آلمان پر اړونده اصولو او محدوديتونو نیوکې کړې دي. د دغه سازمان په وينا ياده پروسه ډېره مغلقه او اوږده وي.

په آلمان کي د
UNHCR استازي دومينيک بارچ د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۳۱مه) د کورنیو د الحاق د يادې پروسې پر څرنګوالي او محدوديتونو نيوکي وکړې. د دغو محدوديتونو په ترڅ کي هره مياشت صرف ۱۰۰۰ کسان په آلمان کي د خپلو کورنيو د قبول سوو غړو سره د يوځای کېدو له پاره آلمان ته راتللای سي. بارچ غوښتنه وکړه چي د دويمي درجې قبولي لرونکو پناه غوښتونکو له پاره د خپلې کورنۍ د غړو د رابللو له پاره د «بيوروکراسۍ لوی ځنګل» يوه لويه ننګونه وي. نوموړي غوښتنه وکړه چي آلمان بايد د کمسن پناه غوښتونکو د مور او پلار د رابلل کېدو تر څنګ د هغوی ورونو او خوېندو ته هم د رابلل کېدو امکان برابر کړي.

تیر
کال د کورنیو د الحاق په قانون کې تر بدلون وروسته، نژدې ۹۰۰۰ هغه کسان چې خپلوانو یې په آلمان کې د «پناه غوښتنې حالت» لره، په دې توانیدلي دي چې دې هیواد ته راسي او له خپلې کورنۍ سره یوځای سي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت د دې هیواد خبري آژانس ته ویلي دي چې د ۲۰۱۸م کال له اګست میاشتې څخه تر تیرې جون میاشتې پورې یې ۸۷۵۸ کسانو ته آلمان ته د راتلو اجازه ورکړې ده.

تر دې مخکې د آلمان حاکم ایتلافي حکومت تر اوږدو بحثونو وروسته موافقه کړې وه چې د هغو کسانو د کورنیو د الحاق اجازه ورکړي چې په آلمان کې یې «فرعي محافظت» ترلاسه کړی وي.

فرعي محافظت د آلمان د مهاجرت ادارې په حواله هغو کسانو ته ورکول کیږي چې سیاسي پناه ترلاسه نه کړي خو دا خبره ثابته کړي چې په اصلي هیواد کې یې ورته جدي ګواښ متوجه دی.

په آلمان کې ډیر وخت هغو کسانو ته «فرعي محافظت» ورکول کیږي چې له کورنۍ جګړې دې هیواد ته تښتیدلي وي.

د هغو کسانو کورنۍ چې په آلمان کې یې سیاسي او یا د ژنیو د کنوانسيون پر اساس محافظت ترلاسه کړی وي، له ډیر وخت راهیسې کولای سي چې د کورنۍ د الحاق غوښتنلیک وړاندي کړي. د آلمان حکومت دغه حق د هغو کسانو له پاره چې «فرعي محافظت» یې لره، په ۲۰۱۷م کال کې وځنډاوه.

د کورنیو د الحاق په ترڅ کې یو بالغ کس کولی سي خپل میړه یا میرمن او اولادونه آلمان ته راولي. که یو پناه غوښتونکی تر قانوني سن کم عمر ولري، نو کولی شي خپل والدین هم آلمان ته راوغواړي.

 


 

نورې ليکنې