سدریک هرو له اریتریایي کډوال جوهان او نایجریایی کډوال جفري اتېرو سره. کرېډېټ: شارلوت ابرتي
سدریک هرو له اریتریایي کډوال جوهان او نایجریایی کډوال جفري اتېرو سره. کرېډېټ: شارلوت ابرتي

رویا دره کې د سدریک هرو په زیتون باغ کې پنځه پناه غوښتونکي او کډوال په کار بوخت دي. دوی ټول غواړي چې ځان خپلواک کړي او د فرانسې په ټولنه کې ادغام شي. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

۳۲ کلن جاسون د سنګال دی. نوموړی نن سهار د امائوس رویا ټولنې رضاکارې ته غوږ نیولی چې د باسیلیک نبات د ګېډۍ د جوړولو په اړه معلومات ورکوي. خو جاسون وایي چې غواړي د ګازرو د کرنې برخه کې کار وکړي.

جاسون په سنګال کې هم کروندګر و. خو اوس پنځه کاله کېږي چې نوموړی د سنګال له کازامنس سیمې څخه تښتېدلی دی. یاده سیمه کې له درېو لسیزو راهیسې د خپلواکۍ جګړې روانې دي. جاسون یو له هغو کسانو دی چې د سدریک هرو په مرسته له امائوس ټولنې سره کار کوي. د جولای میاشتې له ۴مې راهیسې سدریک هرو له کډوالو سره د ملاتړ پر سمبول بدل شوی. نوموړی چې له ایټالیا سره د فرانسې په سرحدي سیمه کې اوسېږي، ۶ کسانو ته یې د اوسېدو ځای برابر کړی. د دغو کسانو په ډله کې ۴ پناه غوښتونکي او یو کډوال دي. سدریک هرو وایي: «موږ دلته د کډوالو د هرکلي له پاره کوم ځانګړی شرط نه لرو.» خو هغه زیاتوي چې اوس مهال یوازې ۸ کسانو ته ځای برابرولی شي.


کاروانونه او جونګړې

د سدریک هرو په فارم کې شاوخوا ۴۰۰ چرګې او ځینې میوه لرونکې ونې لیدل کېږي. سدریک هرو وایي: «اوس مهال په مالي لحاظ خپلواک نه یو. د مالي له لحاظه بې وزله یو خو په انساني لحاظ شتمن یو.» د سدریک هرو د کوچني فارم غړي په میاشت کې ۳۵۰ یورو تنخواه اخلي او مالیه ورکوي.

د سدریک هرو په فارم کې کاروانونه او جونګړې د اوسېدو ځای، تشناب او شاورونو په توګه کارول کېږي. په پخلنځي کې ټول اوسېدونکي سره یو ځای ډوډۍ خوري. د فارم هدف دا دی: د کرنې له لارې هغو کسانو ته مرستې برابرول چې له ټولنې څخه شړل شوي دي. سدریک هرو وایي: «موږ دغو کسانو ته وایو چې شتون یې ضرور دی، ورسره مرسته کوو او ژوند یې ژغورو.» نوموړی زیاتوي، غواړي خلکو ته وښيي چې دغه کسان هم کولی شي د یوې سیمې په ټولنیز ژوند کې ښه رول ولوبوي.

خو سدریک هرو، چې د کډوالو د ملاتړ په تور تر قضایي تعقیب لاندې دی، په دې اند دی چې د کډوالو د «عاجل هرکلي» وخت پای ته رسېدلی دی. نن سبا څوک د ایټالیا له پوله نه تېرېږي. نوموړی چې له ۲۰۱۶ راهیسې یې شاوخوا ۲۵۰۰ کسانو ته د اوسېدو ځای برابر کړی وایي، اوس یې هدف دا دی چې د اوږدې مودې له پاره د کډوالو هرکلی وکړي. هغه وایي: «تر دې مخکې دوی ټول په فېسبوک بوخت وو. کور کې د استرس او رواني فشار ضد ګولۍ نه وې. دوی کار ته اړتیا درلودله.» سدریک هرو تېر ډېسمبر پرېکړه وکړه چې کډوالو ته د کرنې په برخه کې د کار زمینه برابره کړي.


ښاغلی هرو وایي چې د خپلې پرېکړې د عملي کولو له پاره یې له امائوس ټولنې سره خبرې وکړې. امائوس د ټولنیز هرکلی او کارونو یو ارګانیزم دی. د سدریک هرو فارم د امائوس په مرسته جوړ شو. اوس مهال ټول کډوال د سهار په ۷ بجو له خوبه پاڅېږي او کار ته تیاری نیسي.

«روحي ارامي»

جفرو اتېرو وایي چې سدریک هرو فارم کې یې «روحي ارامي» موندلې ده. نوموړی په انګرېزي ژبه زیاتوي: «دلته خوښ یم. ټول لازمي شیان موجود دي.» ۳۷ کلن جفرو ډېر قابلیتونه لري. «زه هر کار کولی شم. تراکټور چلولی شم، کب نیولی شم او برقي هم یم.» نوموړی ۱۸ کلن ګینیایی کډوال یوسف باري ته د ودانۍ چوکاټ جوړلو په اړه معلومات ورکوي.

سدریک هرو وایي: «دوی غواړي نورو ته وښيي چې هر ډول کار کولی شي. په ځینې حالاتو کې دوی له یو بل سره سیالۍ هم کوي.»


جفرو اتېرو په تېرو درېو کلونو کې په داسې یو حالت کې ژوند کاوه چې نه پوهېده څه وکړي. نوموړی وایي چې له نایجریا تر لیبیا پورې یې په دښتو کې سفر کړی، خو لیبیا کې یې هم د ژوند وضعیت خراب و. جفرو زیاتوي چې په مدیترانه کې یې کښتۍ ډوبه شوه خو هغه وژغورل شو او ۲ کاله او ۷ میاشتې یې په ایټالیا کې تېرې کړې.

د امائوس ټولنې یو بل مشر ماریون ګاشې دیزید وایي: «دغه کسان له کلونو راهیسې هېڅ کوم فعالیت نه دی کړی. په کمپونو کې هم دوی ډوډۍ نه پخوي. دوی اړتیا لري چې ټول شیان بیا زده کړي.»

خو اوس د سدریک هرو د فارم اوسېدونکي اړ دي چې ټولو ته ډوډۍ پخه کړي. نن د حسین وار دی. ایرانی کډوال حسین چې د فرانسې له ادبیاتو سره مینه لري، د ایراني خواړه د جوړولو په حال کې دی. نوموړی اوس مهال د تبعید په اړه یو کتاب لیکي او هیله لري چې یوه ورځ یې چاپ کړي.

بل ځای ته تلل

حسین د سدریک هرو ستاینه کوي، خو وایي چې په نږدې راتلونکې کې د هرو دغه فارم پرېږدي او پاریس ته ځي. نوموړی وایي چې پاریس کې یې د اوسېدو ځای موندلی او په اګست میاشت کې یاد ښار ته ورځي. دا دویم ځل دی چې حسین پاریس ته د تلو هڅه کوي.

خو امائوس رویا د کډوالو له پاره یو موقتي ځای دی. سدریک هرو وایي چې دا یوازې د لارې یوه برخه ده خو د لارې پای نه دی. نوموړی کډوالو ته وایي چې فرانسوي زده کړي او پرمختګ وکړي. د هغه په خبره: «موخه مو دا نه ده چې دوی دلته پاتې شي، موخه مو دا ده چې دوی خپل نوی ژوند پیل کړي. دوی غواړي چې په ټولنه کې ښه رول ولوبوي.»

د حسین جونگړه. کرېډېټ: شارلوت اوبرتي

سدریک هرو همدا راز وایي چې غواړي خپل فارم لوی کړي او «یو رستوران» جوړ کړي. هغه زیاتوي: «غواړم چې د کډوالو ارمانونه پوره شي: کورنۍ لرل، مین کېدل، کار درلودل او...»

سنګالی کډوال جاسون پوهېږي چې رویا دره کې یې ژوند یوازې یوه معترضه جمله ده. نوموړی وایي چې د خپلې اقامې تر ترلاسه کولو وروسته پاریس او یا لیون ته ځي. هیلې یې دا دي: په یو رستوران کې کار کول او له یوې ښځې سره اشنا کېدل.

 

نورې ليکنې