په آلمان کي د مهاجر محصلينو شمېر ډېر کم دی
په آلمان کي د مهاجر محصلينو شمېر ډېر کم دی

په آلمان کي د پناه غوښتونکو له پاره په پوهنتون کي د لوړو زدکړو په لاره کي يو شمېر ننګونې وي. د اړينو اسنادو او شرايطو په هکله معلومات دلته لوستلای سئ:

په آلمان کي د پوهنتونونو د رئيسانو د شورا په وينا د ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کال د ژمي د سمستر له پاره ۳۸۰۰ داسي محصلينو داخلې اخيستي چي «د بېځايه کېدو تجربه» يې لرلې ده. ويل سوي چي ۵۲۰۰ نور داسي محصلين دي چي په پوهنتونونو کي يې د «چمتووالي په پروګرامونو» کي برخه اخيستې او ۲۷۰۰۰ کسانو بيا له پوهنتونونو څخه د داخلې د شرايطو په تړاو معلومات غوښتي او ترلاسه کړي دي.

په ياد سمستر کي په ټول آلمان کي نژدې يو مليون محصلينو په لوړو زدکړو بوخت ول چي پکښي تر يوې سلنې څخه کمه برخه يې هغه ده چي د مهاجرت شاليد لري. په ټول آلمان کي نژدې صرف ۱۰۰ مهاجر و پوهنتون ته ځي. دا په داسي حال کي چي په نړيواله توګه ۳۶ سلنه ځوانان د لوړو زدکړو د ادارو سره تړلي دي.

د «
Uni-assit» په نوم پلتفارم

په آلمان کي د تحصيل کولو بهرني او مهاجر ليوال کسان کولای سي چي د نورو تر څنګ له Uni-assist e.V نومي سازمان د وېبپاڼې له لاري معلومات ترلاسه کړي. په دغه پاڼه کي د آلمان د ۱۸۰ پوهنتونونو په تړاو معلومات موندل کيدلای سي او په همدغه پاڼه کي په ځانګړي پوهنتون کي د داخله اخيستلو له پاره اسناد داخلېدلای سي. 

دغه انټرنټي پورتال يا پلتفارم هر کال له ۱۸۰ هيوادونو څخه د نژدې ۳۰۰ زرو بهرني محصلينو اسناد ارزوي او د تحصيل لېوال کسانو ته معلومات ورکوي چي تعليمي اسناد يې د آلمان د پوهنتون شرايط پوره کوي که نه. د اسنادو د تصديق او د اړونده آلماني تعليمي اسنادو سره د يوشي والي پروسه هم په دغه پورتال کي تر سره کيدلای سي.

که څه چي څوک بېله د
Uni-assist له منځګړيتوب څخه هم په پوهنتونونو کي داخله اخيستلای سي، خو اکثره پوهنتونونه وړانديز او سپارښتنه کوي چي د داخلې په ترڅ کي له دغه پلتفارم څخه کار واخيستل سي.

د داخلې شرايط

که څوک مهاجر او که پناه غوښتونکی وي، که شرايط پوره کړي نو کولای سي چي بېله د سيمي د قيد څخه د آلمان په هر پوهنتون کي داخله واخلي. بعضي شرايط يې دغه دي:

ـ داسي تعليمي سند چي تاسو ته د لوړو زدکړو وړتيا درکوي
ـ که د هجرت پر وخت درڅخه بعضي اسناد ورک سوي وي، نو بيا هم د شته اسنادو سره د داخلې درخواست داخلولای سئ. خو په داسي صورت کي بايد اړونده فورمه (
THE SELF-DISCLOSURE FORM) ډکه سي چي ورسره مل بايد په ازموينو کي ستاسو د نمرو معلومات هم بايد ورکړل سي.
ـ د لوړو زدکړو د هغو رشتو له پاره چي ورته د بريليک د ځانګړو نمرو فيصدي حتمي وي
; بايد چي ورته دوې پروسې تر سره کړئ: ستاسو د اسنادو بنيادي کتنه چي په آلماني ورته (Vorprüfungsdokumentation / VPD) ويل کيږي او په همدې راز د dialogue-oriented service procedure / DoSV په نوم پروسه.
ـ له دې مخکي چي تاسو په آلمان کي په کوم پوهنتون کي د ځانګړې رشتې له پاره د داخلې درخواست داخل کړئ، لومړی د يادي پاڼي په معلوماتي ځېره يا داتابېس کي وګورئ چي ايا ستاسو شته اسناد د دغه رشتې له پاره کفايت کوي که نه؟

 اړين اسناد

ـ په جرمني ژبه ستاسو د تعليمي اسنادو تصديق سوي او ژباړل سوي نقلونه يا کاپياني. په دغو تعليمي اسنادو کي بايد ستاسو مضامين او پکښي ترلاسه کړي نمرې هم څرګندي وي. په همدې شان داسي يو سند چي جوتوي چي تاسو د تحصيل له پاره په اړينه کچه په آلماني ژبه پوهېږئ.
ـ د رشتې د انتخاب سره تړلي ښايي په زياتو مواردو کي ژوندليک يا CV 
او په همدې شان لنډه ليکنه درڅخه وغوښتل سي چي غواړئ په دغه رشته کي تحصيل وکړئ. د دې تر څنګ که مو انترشيپ يا عملي کار کړی وي، که مو يو وخت نوم تغير کړی وي د هغه اسناد او د GMAT/GRE ازموينو اسناد
ـ ټول اسناد بايد له ټاکل سوي ضرب الاجل څخه لږ تر لږه ۸ اونۍ مخکي داخل کړل سي. عموما دغه ضرب الاجل د جولای ۱۵مه د ژمني سمستر او د جنورۍ ۱۵مه د دوبي د سمستر له پاره وي.
ـ د
Uni-assist په پاڼه کي ستاسو د خپل هيواد له پاره د ځانګړو شرايطو ليسټ هم موندلای سئ

بل قدم: په پوهنتون کي داخله

د
Uni-assist په پاڼه کي د اسنادو د داخلولو وروسته د څلورو او شپږو اونۍ پوري نتيجه راتللای سي. دغه نتيجه د برېښناليک له لاري د تحصيل له پاره اسناد لېږونکي ته لېږدول کيږي او دوه ډوله نتيجې ممکنه دي:

ـ لومړی امکان: په مستقيمه توګه داخله، که ستاسو تعليمي اسناد د آلمان د ديارلسمې ټولګۍ (
Abitur) سند سره يوشان ارزول او مساوي پېژندل سوي وي

ـ دويم امکان: په غېرمستقيمه توګه داخله، که ستاسو تعليمي اسناد ټول په بشپړه توګه نه وي منل سوي

بېله فرقه چي تاسو په لوړو دو ممکنو نتايجو کي کومه تر لاسه کړې، تاسو په هر صورت بايد د پوهنتونونو له پاره د آلماني ژبي ځانګړې ازموينه German Language Examination for University Students / DSH 
ورکړئ. که ستاسو د آلماني ژبي د زدکړي سويه تر C1 څخه کښته وي، نو صرف په مشروطه توګه اجازه ترلاسه کوئ او مکلفه ياست چي د تحصيل له پېل څخه تر مخه به د آلماني ژبي خپله زدکړه زياتوئ.

د دويم امکان په ترڅ کي تاسو عموما بايد د تحصيل له پېل څخه تر مخه د Prüfung zur Feststellung der Hochschulreife Studienkolleg په نوم يو کلنی کور وواياست چي د دغه کورس له پاره د B1 درجې د آلماني ژبي د زدکړي سند حتمي دی. د دې تر څنګ تاسو بايد د آلمان د ديارلسمې تولګۍ (Prüfung zur Feststellung der Hochschulreife) امتحان هم په برياليتوب ورکړئ.

ـ هر پوهنتون د صحي بيمې سند غواړي

په 
anabin نومي انلاين معلوماتي ځېرمه کي کولای سئ چي وګورئ چي تاسو د خپلو اسنادو په مرسته مستقيمه او که غير مستقيمه داخله اخيستلای سئ.

د درخواست فيس او اقتصادي امکانات

ـ که تاسو له خپل هيواد څخه تښتېدلي ياست نو کولای سئ چي د ۲۰۱۹ کال تر ۳۱ دسامبر پوري د Uni-assist له لګښتونو څخه استثنی د دغه فورمې له لاري وغواړئ. دغه استثنی د درو پوهنتونونو له پاره وي. له هغه وروسته هر درخواست ۳۰ يورو مصرف غواړي

ـ د آلمانيانو په شان بهرني محصلين هم که شرايط پوره کړي نو د (BAFöG) په نوم يو ډول دولتي قرضه ترلاسه کولای سي چي په مياشت کي د ۵۹۰ او ۷۳۵ يورو ترمنځ وي. تقريبا ۵۹۰ يورو د چمتووالي و کورس ويونکو ته ورکول کيږي او ۷۳۵ يورو و عادي پوهنتون ويونکو. خو محصلين بايد د تحصيل وروسته دغه پیسې د معينو شرايطو له مخي بېرته دولت ته واپس ورکړي.

ـ بهرني محصلين د نورو وظايفو او د محلينو له پاره ځانګړو مرستو تر څنګ له (
DAAD scholarship database) څخه هم مرسته ترلاسه کولای سي.

ـ د (
Studienkolleg) علاوه يو شمېر پوهنتونونه و مهاجرو ته ځانګړي د چمتو والي کورسونه وړاندي کوي.