د پاریس په سن دني سیمه کې د کډوالو یو ناقانونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز
د پاریس په سن دني سیمه کې د کډوالو یو ناقانونه کمپ. کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې د دولت شورا د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون هغه برخه رد کړه چې وایي، له هغو ډوبلیني شويو کډوالو سره مالي مرستې بندېږي چې فرانسه کې یې د پناه غوښتنه کړې خو د «تېښتې» په حال کې دي او یا هم ور ته برابر شويو اوسېدو ځایونو کې نه اوسېږي.

 د فرانسې د دولت شورا د چهارشنبې په ورځ د کډوالۍ او پناه غوښتنې قانون هغه برخه رده کړه چې وایي، ځینې ډوبلیني شویو کډوالو ته د «هرکلي مادي شرایط» (CMA) نه برابرېږي.

یاد متن کې راغلي وو، د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي پر هغو ډوبلیني شویو کډوالو مالي مرستې بندولی شي چې د «تېښتې» په حال کې دي او یا هم ور ته په برابر شويو اوسېدو ځایونو کې نه اوسېږي. یادې مرستې همدا راز پر هغو ډوبلیني شويو کډوالو هم بندېږي چې د دولت له خوا په ټاکل شوي مرکز او یا سیمه کې نه اوسېږي.

«د اروپایي حقونو ضد فرمان»

خو د فرانسې د دولت شورا وایي چې دغه فرمان د اروپایي حقونو خلاف دی. د ۲۰۱۸ د ډېسمبر په ۲۸مه دوه لس ټولنې د یاد فرمان پر وړاندې شکایت وکړ او و یې ویل چې دغه سیستم عادلانه نه دی.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: «پټ لګښتونه»: فرانسه کې پر پناه غوښتونکو څومره لګښت راځي؟ 

د سیماد سازمان د پناه غوښتنې مسول ژرار سادیک کډوال نیوز ته وایي: «د دولت شورا پرېکړه یوه بریا ده. د روان کال له پیل راهیسې سیماد سازمان ته ګڼ شمېر داسې کډوال مراجعه کوي چې ادا (ADA) یا د دولت مالي مرستې پرې بندې شوې او یا له خپلو سرپناوو څخه شړل شوي دي.»

بل لور ته د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي چې «شاوخوا ۸۰۰ کډوالو» ته به د «هرکلي مادي شرایط» برابر شي.

«هره دوسیه په جلا توګه څېړل کېږي»

د دولت شورا په پرېکړه کې دا هم راغلي چې اوفي ادارې د کډوالو د «ځانګړي وضعیت» او د «د زیانمنتوب» کچې تر «ازموینې» وروسته ور ته د «هرکلي مادي شرایط» برابرولی شي.

ښاغلی لشي وایي: «هره دوسیه په جلا توګه څېړل کېږي. مانا یې دا چې د هرکلي مادي مرستې او د اوسېدو ځای په اټوماتیک ډول چا ته نه ورکول کېږي.»

د دولت شورا همدا راز د فرانسې کورنیو چارو وزارت ته امر کړی چې د پناه غوښتنو د ثبتولو مودې د مراعاتولو له پاره «کافي تدابیر ونیسي». یاده شورا کورنیو چارو وزارت ته ۶ میاشتې وخت ورکړی چې خپلې نیمګرتیاوې اصلاح کړي.

د ښاغلي سادیک په خبره د پناه غوښتنې د ثبتولو موده باید له لسو ورځو زیات نه وي، خو پاریس کې پناه غوښتونکي د خپلې غوښتنې د ثبتولو له پاره باید لږ تر لږه یوه میاشت انتظار وباسي.

 

نورې ليکنې