د یکشنبې په ورځ ایلان کردي کې سپاهر ۴۰ کډوال مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: اي پي اې/فابیان هاینز/سي ای
د یکشنبې په ورځ ایلان کردي کې سپاهر ۴۰ کډوال مالتا کې ښکته شول. کرېډېټ: اي پي اې/فابیان هاینز/سي ای

جرمني سازمان سي ای وایي چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۴۰ کډوال د یکشنبې په ورځ د مالتا په یو بندر کې ښکته کړل شول. اټکل دی چې دوی به نورو اروپایي هیوادونو ته واستول شي.

یاد کډوال د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۳۱مه) د ژغورنې کښتۍ ایلان کردي له خوا د لیبیا په ساحلي اوبو کې وژغورل شول. سره له دې چې ایلان کردي د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري، خو یاده کښتۍ د کډوالو تر ژغورنې وروسته د ایټالیا د لمپدوسا بندر په لور روانه شوه.

د مالتا لومړي وزیر جوزف موسکات د شنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل، د جرمني په غوښتنه یادو کډوالو ته مالتا کې د کوزېدو اجازه ورکوي، خو اټکل دی چې دوی به نورو اروپایي هیوادونو ته ولېږدول شي.

نوموړی زیاته کړه چې د اروپایي ټولنې ځینې هیوادونه د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی.

بل لور ته د جرمني د کورنیو چارو وزیر هارس سي هوفر ویلي د مالتا دغه اقدام «د ملاتړ یوه مهمه نښه» بلل کېږي. اټکل دی چې په راتلونکې میاشت کې به د جرمني، فرانسې، ایټالیا او مالتا د کورنیو چارو وزیرانو غونډه په مالتا کې جوړه شي.

غونډه کې به د هغو کډوالو په اړه بحث وشي چې د مدیترانې له لارې اروپا ته ځان رسوي.

د یادونې وړ ده چې اسپانوي سازمان اوپن ارمز کښتۍ، چې تر ۱۲۰ ډېر کډوال په کې سپاره دي، له درېو ورځو راهیسې په مدیترانه کې بنده پاتې ده.

اوپن ارمز ویلي، ایټالوي چارواکو ګواښ کړی چې د دې هیواد ساحلي اوبو ته د ننوتلو په صورت کې ۵۰۰۰۰ یورو جرمانه پرې لګول کېږي.


 

نورې ليکنې