د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو سازمان کښتۍ «اوشېن وایکنګ» د یکشنبې په شپه د فرانسې د مارسۍ له بندره د لیبیا ساحلي اوبو په لور روانه شوه. اټکل دی چې یاده کښتۍ به مرکزي مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کړي.
د کډوالو د ژغورنې کښتۍ «اوشېن وایکنګ» د یکشنبې شپې (د اګست ۴مه) په ۱۰ بجو د مارسۍ له بندره د لیبیا ساحلي اوبو په لور حرکت وکړ.
«اوشېن وایکنګ» چې مرکزي مدیترانه کې یې د اکواریوس کښتۍ پر ځای د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه پیل کړي اوس مهال د ناروي تر بېرغ لاندې فعالیت کوي.
د اس او اس مدیترانې او بې سرحده ډاکټرانو کښتۍ - اکواریوس - د ۲۰۱۸ په پای کې ودرول شوه او فعالیتونه یې پای ته ورسېدل. خو اووه میاشتې وروسته دواړه سازمانونه د جولای پر ۲۱مه اعلان وکړ چې مدیترانه کې یې د کډوالو د لټولو او ژغورلو عملیاتو پیل کړي دي.
د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مدیترانه کې د کډوالو د ژغورنې نوې کښتۍ یا «اوشن وایکنګ»
«اوشېن وایکنګ» چې د ۳۰۰ کسانو ظرفیت لري په ۱۹۸۶ کې جوړ شوی دی. تر دې مخکې یاده کښتۍ شمالي سمندر کې پټرول او ګاز وړونکې بېړۍ په توګه کار کاوه.
اوس مهال «اوشېن وایکنګ» کې ۳۱ کارکوونکي شته.
د اس او اس مدیترانه ډله له ۱۳ کسانو څخه جوړه شوې: د عملیاتو سموونکی، مرستیال یې، ۹ ژغورونکي، د اړیکو مسول او د څېړنو او ثبتولو مسول.
همدا راز ۹ نور کسان چې د ډاکټرانو بې سرحده سازمان سره تړاو لري ژغورل شویو کسانو ته بشري او طبي خدمات برابروي: څلور طبي کارکوونکي (یو ډاکټر، دوه نرسونه او یوه قابله)، د لوجستیک برخې یو کارکوونکی، یو فرهنګي رابط، د بشردوستانه چارو مسول او د اړیکو مسول.
د «اوشېن وایکنګ» چارواکو وایي چې ښایي په دوو او یا درېو ورځو کې مرکزي مدیترانې ته ورسېږي.
د کډوالۍ نړېوالې ادارې په حواله مدیترانه د نړۍ تر ټولو خونړۍ لاره بلل کېږي. یاده اداره زیاتوي چې د روان کال له پیل راهیسې ۸۴۰ کسان مدیترانه کې لادرکه شوي دي.