فرانسه کې د پناه غوښتونکو بانکي کارت. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور
فرانسه کې د پناه غوښتونکو بانکي کارت. کرېډېټ: له ټویټر څخه اخیستل شوی انځور

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي (Ofii) د جمعې په ورځ (د اګست ۲مه) اعلان وکړ چې د روان کال له سپټمبر میاشتې وروسته پناه غوښتونکي د خپل بانک کارت په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي خو نقدې پیسې ترې نه شي ایستلی. بشپړ معلومات.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي د اګست پر ۲مه اعلان وکړ چې له دې وروسته به پناه غوښتونکي د خپلو بانکي کارتونو په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي خو نقدې پیسې ترې نه شي ایستلی. 

د اوفي ادارې چارواکو په حواله اټکل دی چې دغه بدلون به د سپټمبر له ۵مې وروسته رامنځته شي.

په فرانسه کې پناه غوښتونکي د دولت له مالي مرستې یا ادا (ADA) څخه برخمن کېږي. د یادې مالي مرستې اندازې د کډوالو د وضعیت له مخې  له یو پناه غوښتونکي نه تر بله توپیر کوي. د بېلګې په توګه، فرانسه کې له یو مجرد پناه غوښتونکي سره په ورځ کې ۶ اعشاریه ۸۰ یورو (په میاشت کې ۱۹۰) مالي مرستې کېږي. خو که کډوال کورنۍ او دوه ماشومان ولري د مالي مرستې اندازه لوړېږي: په ورځ کې ۱۷ او په میاشت کې ۴۷۶ یورو. هغو کورنیو ته چې ۶ غړي ولري په ورځ کې ۲۳ اعشاریه ۸۰ یورو (په میاشت کې ۶۶۰) ورکول کېږي.

د نوې پرېکړې له مخې پناه غوښتونکي نقدې پیسې نه شي ایستلای

د اوفي د پرېکړې له مخې له سپټمبر میاشتې وروسته پناه غوښتونکي د خپل بانک کارت په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي. مانا یې دا چې کډوال نور نه شي کولی له بانکه نقدې پیسې وباسي، او یوازې په دوکانونو کې (د کارت لوستونکو په ذریعه) پیسې ادا کولی شي. اوفي په خپله فېسبوک پاڼه لیکي چې پناه غوښتونکي صلاحیت لري چې د اړتیا مطابق په میاشت کې ۲۵ ځله له خپل حساب څخه پیسې وباسي. خو که تر دې زیات شي نو صفر اعشاریه ۵ یورو لګښت پرې راځي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې پناه غوښتونکي صلاحیت درلود چې له خپل حساب څخه نغدي پیسې وباسي.

بدلون په اټوماټیک ډول رامنځته کېږي

په همدې حال کې د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي کډوال نیوز ته وایي چې د مالي مرستې په مبلغ کې کوم بدلون نه راځي. نوموړی زیاتوي چې بانکي کارت کې بدلون په اټوماټیک ډول رامنځته کېږي.

خو ولې دا بدلون؟ دیدیې لشي وایي: «تر اوسه مو ځینې ستونزې درلودلې. د بېلګې په توګه، کله چې په کارت کې تر ۱۰ یورو کمې پیسې وي نو پناه غوښتونکي د پیسو اټوماټ ماشین څخه پیسې نه شي ایستلی.»

دویم دلیل د پناه غوښتونکو خوندیتوب دی. د اوفي د عمومي مشر په خبره: «تر دې مخکې کډوال صلاحیت درلود چې په میاشت کې یوازې ۵ ځله له خپل حساب څخه پیسې وباسي. مانا یې دا چې دوی مجبور وو ځان سره نغدې پیسې ولري. خو له ځان سره پیسې درلودل یو خطرناک کار دی ځکه ځینې کډوال د اوسېدو ځای نه لري [او په سړکونو کې اوسېږي].

بله ستونزه هم دا چې ځینې پناه غوښتونکي خپلو کورنیو ته پیسې استوي حال دا چې یاده مرسته دوی ته ورکړل شوې ده.

د اوفي ادارې مشر د پیسو ورکولو د ټاکل شوي حد په اړه وایي، بانکي انتقالات په وړیا توګه نه ترسره کېږي. د دیدیې لشي په حواله دوی له همدې کبله پیسو ورکولو ته یو حد ټاکلی دی.

سازمانونه د اوفي پر پرېکړې نیوکه کوي

خو په همدې حال کې سازمانونه د اوفي پر دې پرېکړې نیوکه کوي. ځینې سازمانونه لکه سوم (CUM)، د کورنوای د ښاریانو مجمع او د سي ان ار (CNR) په نامه یوه بله ټولنه یوه انلاین عریضه برابره کړې.

یاد سازمانونه په ځانګړې توګه د پیسو ورکولو پر ټاکل شوې اندازې نیوکه کوي او وایي چې د دې اندازې له مخې کډوال په ورځ کې یوازې یو ځل (پرته له یکشنبې) د سودا اخیستلو حق لري. دوی همدا راز وایي چې ځینې دکانونو کې پیسو ورکولو ته یو حد ټاکل شوی او په ځینې نورو دوکانونو کې د پیسو ورکولو دستګاوې نه شته. د هغوی په حواله ځینې کډوال عاجلو مرکزونو کې اوسېږي او اړ دي چې یوازې نغدې پیسې ورکړي.

پرېکړه تر څېړنې لاندې ده

خو بل لور ته د اوفي عمومي مشر ډاډ ورکوي چې له ټولنیزو پلورونکو سره خبرې کوي. نوموړي ګویان سیمه کې ورته تجربې ته په اشاره وایي چې تر اوسه یې داسې کوم شکایت نه دی اورېدلی.

اوفي همدا راز ټینګار کوي چې دغه رېفورم تر اوسه پورې تر څېړنې لاندې ده. د نوموړي په خبره، د اوفي ادارې چارواکي هڅه کوي چې له ځینې ټولنیزو پلورونکو سره وغږېږي. نوموړی زیاتوي چې د پرېکړې تر نهایي کېدو وروسته پناه غوښتونکو ته په څو ژبو لیکل شوي پیغامونه استول کېږي.

 

نورې ليکنې