د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني. کرېډېټ: رویترز/رېمو کاسیلي
د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني. کرېډېټ: رویترز/رېمو کاسیلي

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو اداره د سه شنبې په ورځ د ایټالیا حکومت نوی فرمان د «اندېښنې وړ» وباله. د دوشنبې په ورځ د ایټالیا مشرانو جرګه د دې هیواد د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني هغه فرمان تصویب کړ چې د کډوالو پر ژغورنې کښتیو نوي بندیزونه لګوي.

د سه شنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره په یوه خبرپاڼه کې د ایټالیا حکومت د نوي فرمان په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو ویاند وایي، یاده اداره تصمیم لري چې د ایټالیا حکومت دغه فرمان «و ارزوي» او له «اروپایي حقونو سره یې پرتله» کړي.

د دوشنبې په ورځ د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر فرمان د دې هیواد د مشرانو جرګې له خوا تصویب شو. دغه فرمان چې تر دې مخکې د ایټالیا د ولسي جرګې له خوا تصویب شوی سر له چهارشنبې نافذېږي.

د یاد فرمان له مخې پر ټولو هغو کښتیو چې د ایټالیا ساحلي اوبو ته بې اجازې ننوځي یو میلیون یورو جرمانه لګول کېږي. تر دې مخکې د جرمانې مبلغ ۵۰۰۰۰ یورو و.

فرمان کې دا هم راغلي چې د ایټالوي چارواکو له امره د سرغړونې په صورت کې د یادو کښتیو کپتانو نیول کېږي او کښتۍ به یې ضبط کېږي.

د فرمان له مخې ایټالوي چارواکي کولی شي چې د عملیاتو تر پیل وړاندې د ژغورنې کښتۍ ودروي او د مقاومت په صورت کې یې په ۱۰ کلونو بند محکوم کړي.  

تېر جون د سي واچ سازمان د ژغورنې کښتۍ کپتانه کارولا رکېت ایتالوي اوبو ته د ننوتلو او لمپدوسا بندر کې د ۴۰ کډوالو د ښکته کېدو په خاطر د یاد هیواد د پولیسو له خوا ونیول شوه. خو بیا د ایټالیا د اګریجانت سیمې یوه قاضۍ د نوموړې د ازادېدو امر وکړ. یاده قاضۍ هغه مهال ایټالوۍ رسنیو ته ویلي وو چې د امنیت په اړه د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر فرمان «د ژغورنې عملیاتو» په برخه کې د تطبیق وړ نه دی.  

تر دې مخکې ښاغلی سالویني په منظمه توګه له هغو بشري ډلو سره مخالفت ښودلی چې د لیبیا په ساحلي اوبو کې د کډوالو د ژغورنې عملیاتونه ترسره کوي.

دا په داسې حال کې چې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي سازمانونه د کډوالو د ژغورنې په برخه کې «خورا ډېر ګران» رول لوبوي.


 

نورې ليکنې