اوس مهال لنډن کې شاوخوا ۵۰۰ زره بې سنده کډوال ژوند کوي. کرېډېت: پیکسابې/له ارشیف څخه
اوس مهال لنډن کې شاوخوا ۵۰۰ زره بې سنده کډوال ژوند کوي. کرېډېت: پیکسابې/له ارشیف څخه

هغه بې سنده کډوال چې برتانیا کې په ناقانونه توګه کار کوي نه یوازې د کارفرمایانو له خوا تړې ناوړه ګټه اخیستل کېږي بلکې د نیول کېدو په صورت کې به هغوی ته سزا هم واورول شي. کډوال نیوز رپوټ ورکوي.

انګلستان د ګڼو کډوالو له پاره یو ایدیال هیواد دی، نو ځکه زیات شمېر کډوال هڅه کوي چې د ګواښونو سربېره له فرانسې څخه یاد هیواد ته ځان ورسوي. تر دې مخکې ګڼ شمېر هغه کډوال چې د فرانسې په کالې ښار کې بند پاتې دي د کډوال نیوز خبریالو ته ویلي: «برتانیا کې کډوال د سند د نه لرلو په صورت کې هم د کار کولو اجازه لري.» خو دا خبره سمه نه ده ځکه په برتانیا کې هم «تور کار» ممنوع دی.

د فلېکس په نامه د یو غیردولتي سازمان غړې امیلي کن وي وایي چې برتانیا کې د بې سنده کډوالو کار کول نه یوازې «ناقانونه» بلکې د مجازاتو وړ هم دي.  

امیلي کن وي خبرداری ورکوي: «بې سنده کډوالو ته په معموله توګه دا چانس نه برابرېږي چې په معتبرو کمپنیو کې کار ومومي. مانا یې دا ده چې بې سنده کدوال معمولاً د هغو کمپنیو او کارفرمایانو له خوا په کار ګومارل کېږي چې قانون تښتېدونکي وي. په داسې حالاتو کې ممکن چې له کډوالو څخه ناوړه ګټه واخیستل شي.»

ورځ کې د ۱۲ ساعتو کار په بدل کې ۴۴ پونډ؟

برتانیا کې د مهاجر پلوه سازمان کانسوننت یوه څېړنه ښيي، بې سنده کډوال په اسانۍ سره د هغو کارفرمایانو په لومو کې لوېدلی شي چې د خوندیتوب قاعدې نه مراعاتوي، کار کوونکو ته یې لږې تنخواوې ورکوي او یا هم د کډوالو پاسپورټونه ځان سره ساتي. د یاد سازمان د حقوقي چارو مشر یان کن دا هم وایي چې «انګلستان هغه جنت نه دی چې پر مهاجرو پلورل کېږي.»

د بېلګې په توګه، تر دې مخکې مهاجر پلوه سازمانونه څو ځله پر «کار واش» یا د موټر مینځلو یو شرکت باندې تنقیدونه کړي دي. د یاد شرکت څانګې د برتانیا په پارکېنګو، د سړکونو پر غاړو او لویو پلورنځیو کې موجودې دي. د نټینګهام پوهنتون او د غلامۍ ضد مبارزې خپلواک کمېسیون د یو رپوټ (۲۰۱۸) له مخې، هغه بهرني کارکوونکي چې برتانیا کې د اقامې سند نه لري، په ورځ کې د ۱۲ ساعتو کار په بدل کې یوازې ۴۴ پونډ ترلاسه کوي.

ناقانونه کار: تر ۶ میاشتو بند او جرمانه

خو بې سنده کډوال برتانیا کې د «تور» او یا پټ کار په صورت کې ممکن چې په ۶ میاشتو بند محکوم شي، جرمانې پرې ولګول شي او پیسې یې ضبطې شي.

دغه وضعیت د هغو کډوالو په باب هم صدق کوي چې برتانیا کې یې د پناه غوښتنه کړې ده. برتانیا کې پناه غوښتونکي د خپلو دوسیو د څېړل کېدو پر مهال، چې ممکن له ۳ میاشتو تر ۵ کلونو (د بیاکتنې په صورت کې) وخت ونیسي، د کار اجازه نه لري. په ځینې مواردو کې هم پناه غوښتونکي کولی شي چې د لومړني ځواب تر ترلاسه کولو یو کال وروسته د ځینې کارونو د اجازې غوښتنه وکړي. خو یان کن زیاتوي چې هغوی ته په ندرت اجازه ورکول کېږي مګر دا چې کوم پناه غوښتونکی د غاښو ډاکټر وي!

له ۲۰۱۶ راهیسې برتانیا کې تور او یا پټ کار له قانونه سرغړونه بلل کېږي. نو ځکه ځینې کارفرمایان د بند او جرمانې له وېرې د بې سنده کډوالو له ګومارلو ډډه کوي. امیلي کن وایي: «برتانیا کې پولیسو، د څېړنو ادارې او د کډوالۍ د کنترولولو سرویسونه له یو بل سره یو ځای کار کوي.» یاد هیواد کې داسې شرکتونه هم شته چې د بې سنده کډوالو د «تور کار» د افشا کولو له پاره له پولیسو سره موافقه کړې ده.

هغه شرکتونه چې بې سنده کارکوونکي په دام کې اچوي

امیلي کن وایي چې د ۲۰۱۶ په جولای میاشت کې د کډوالۍ ادارې کارکوونکو د «بایرون» رستوران د یوې غونډې ګډونوالو تلاشي وکړه. د تلاشۍ په پایله کې دا څرګنده شوه چې د غونډې ځینې ګډونوال په اصل کې بې سنده کارکوونکي دي. یاد رستوران کې ۳۵ کډوال ونیول شول او شاوخوا ۲۰ تنه یې توقیف ځایونو ته واستول شول. بیا معلومه شوه چې «بایرون» رستوران د یادو کارکوونکو په سر له کورنیو چارو وزارت سره یوه پټه معامله کړې څو خپلې ستونزې هوارې کړي!

برتانیا کې د بې سنده کډوالو شمېر نه دی معلوم. د بي بي سي د شمېرو له مخې تېر کال انګلستان کې له ۳۰۰ زره تر یو میلیون بې سنده کسان ژوند کاوه. برتانوي چارواکو د ۲۰۱۹ په مارچ میاشت کې اعلان وکړ چې د شړل کېدونکو کډوالو شمېر ۶۰۰ زرو ته رسېږي، خو تر اوسه پورې له برتانیا څخه د یادو کسانو د وتلو په اړه هېڅ کوم سند نه دی موجود.

هغه کډوال چې له برتانیا څخه فرانسې ته بېرته ستنېږي

دا په داسې حال کې چې د برتانیا نوی لومړی وزیر بوریس جانسون وایي اوس مهال یوازې لنډن کې ۵۰۰ زره بې سنده کډوال ژوند کوي. اټکل دی چې نوموړی د برتانیا د کډوالۍ په سیاست کې ځینې بدلونونه راولي. تر دې مخکې ښاغلی جانسون ویلي وو چې واک ته د رسېدو په صورت کې به د کډوالۍ سیاستونه لا سخت کړي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د کډوالو په اړه د برتانیا د نوي لومړي وزیر پالیسي څه ده؟ 

نو دا چې ځینې بې سنده کډوال له برتانیا څخه بېرته فرانسې ته راشي، د تعجب ځای نه دی. د فرانسې د ناقانونه کډوالۍ او د بهرنیانو د ناقانونه کار ضد مبارزې ادارې د شمېرو له مخې په ۲۰۱۷ کې ۹۶۶ ناقانونه کډوال له برتانیا څخه بېرته فرانسې ته راغلي دي.

 

نورې ليکنې