له ارشیف څخه: اوپن ارمز کښتۍ په مدیترانه کې. کرېډېټ: اوپن ارمز
له ارشیف څخه: اوپن ارمز کښتۍ په مدیترانه کې. کرېډېټ: اوپن ارمز

اسپانوۍ ټولنه پرواکتیوا اوپن ارمز د چهارشنبې په ورځ وویل، مالتایي چارواکي د یادې ټولنې هغې کښتۍ ته د مالتا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه ده ور کړې چې له مدیترانې څخه ژغورل شوي ۱۲۱ کډوال په کې سپاره دي. تر دې دمخه ایټالیا هم یادې کښتۍ ته خپلو ساحلو ته د ننوتلو اجازه نه وه ورکړې.

د پرواکتیوا اوپن ارمز بنسټګر اسکار کمپس د دوشنبې په ورځ له اروپایي هیوادونو څخه د ژغورل شویو ۱۲۱ کډوالو د منلو غوښتنه وکړه. یاد کډوال تېره اونۍ د لیبیا له ساحلي اوبو څخه وژغورل شول.

پرواکتیوا سازمان پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل: «شپږ ورځې تېرې شوې خو تر اوسه مو کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.»

ټویټ کې دا هم راغلي: «مالتا مو غوښتنه رد کړه، ایټالیا هم ځواب نه راکوي.»

پرواکتیوا سازمان زیاتوي، داسې یوه اروپا په رسمیت نه پېژني چې «دولتونه یې ډارن» او «سیاستونه یې تش» وي.

بل لور ته د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر وایي چې اوپن ارمز کښتۍ د دې هیواد ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري، او که له دې امره سرغړونه وکړي هرو مرو به یې ضبطه کړي.

تېره دوشنبه د ایټالیا پارلمان د ښاغلي سالویني هغه فرمان تصویب کړ چې له مخې یې پر ژغورنې کښتیو باندې سخت بندویزونه لګول کېږي.

د یاد فرمان پر بنسټ پر هغو کښتیو چې د ایټالیا ساحلي اوبو ته بې اجازې ننوځي تر یو میلیون جرمانه لګول کېږي. فرمان کې دا هم راغلي چې د ایټالوي چارواکو له امره د سرغړونې په صورت کې د یادو کښتیو کپتانو نیول کېږي او کښتۍ به یې ضبط کېږي.

ماتیو سالویني واک ته تر رسېدو وروسته په منظمه توګه پر دې ټینګار کړی چې ژغورل شوي کډوال یوازې په دې شرط ایټالیا کې کوزېدلی شي چې د نورو اروپایي هیوادونو له خوا ومنل شي.

د سمندري سایټونو له مخې اوپن ارمز اوس مهال د مالتا او ایټالیا تر منځ په نړیوالو اوبو کې موقعیت لري.

بل لور ته د چهارشنبې په ورځ د بې سرحده ډاکټرانو او اس او اس مدیترانې کښتۍ اوشېن وایکنګ اعلان وکړ، مالتایي چارواکو یې کښتۍ ته اجازه نه ده نه کړې چې د دې هیواد ساحلي اوبو ته ننوځي او کښتۍ کې تېل واچوي.

 

نورې ليکنې