له ارشیف څخه: دغه دوه کډوال د کروېشیا له سرحده د تېرېدو هڅه کوي . کرېډېټ: کلېر دوبوزې
له ارشیف څخه: دغه دوه کډوال د کروېشیا له سرحده د تېرېدو هڅه کوي . کرېډېټ: کلېر دوبوزې

د بوسنیا یوه ځایي ټلویزیون د چهارشنبې په ورځ وویل، د بوسنیا او کروېشیا په ګډه پوله کې ټپي شوي ۱۸ کډوال د دې هیواد د لوېدېځې سیمې یوه روغتیایي مرکز ته وړل شوي دي.

د کروېشیا د کورنیو چارو وزیر وایي، دغه ۱۸ کسان غوښتل چې «په ناقونه توګه له سرحده تېر شي»، خو د کروېشیا سرتېرو له ممانعت سره مخ شول. نوموړی زیاته کړې چې پولیسو له تاوتریخوالي کار نه دی اخیستی.

د کروېشیا د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: «د معلوماتو له مخې سرتېري له زوره کار نه دی اخیستی، کډوال څرګند ټپونه نه درلودل او د روغتیایي مرستې غوښتنه یې هم نه ده کړې.»

خپرپاڼه زیاتوي چې د بوسنیا سرحدي سرتېري کروېشیایي پولیسو سره د کتنې پر مهال د «ادعا شويو ټپونو» په اړه کوم معلومات نه دي ورکړي.

بل لور ته یوه سرچینه د نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته وویل، داسې معلومېږي چې د ۶ کډوالو هډوکي مات شوي وي. نوموړی زیاته کړه چې یاد کسان د بوسنیایي سرتېرو له خوا سرحد ته نږدې په پوزاري سیمه کې موندل شوي وو. 

دا په داسې حال کې چې د بوسنیا ځایي رسنۍ د ولیکا کلادوشا روغتیایي مرکز د یوې ویاندې له قوله ویلي چې ۶ کډوال د ځینې تکمیلي ازموینو له پاره یوه روغتون ته وړل شوي خو ۱۲ نور یې سطحي ټپونه درلودل.

په همدې حال کې بوسنیا کې د کډوالۍ نړیوالې ادارې استازی پېتر وان دېر اوېرارت وایي چې د چهارشنبې په ورځ (د اګست ۷مه) پولیسو ۶ کډوال ولیکا کېدوشا سیمه کې د مهاجرت نړیوالې ادارې د هرکلي مرکز ته انتقال کړل. د نوموړي په وینا یاد کسان ټپیان نه ول.

ښاغلی پېتر زیاتوي: «کډوال په منظمه توګه له سرحده د تېرېدو هڅه کوي. موږ معمولاً د کډوالو د نیول کېدو او دغه راز د پولیسو د تاوتریخوالي په اړه معلومات ترلاسه کوو. خو د معلوماتو تاییدول مشکل وي، ځکه ټولې پېښې د شپې له خوا رامنځته کېږي. په ځینې حالاتو کې هم د کډوالو ترمنځ شخړه جوړېږي.»

بل لور ته د فرانسې خبري اژانس د ځایي پولیسو ویاند ال سیلیدیدیک له خولې وایي: «دا خبره تاییدولی شم چې پوله کې یوه پېښه جوړه شوې، خو د پېښې او د کډوالو د شمېر په اړه معلومات نه لرم. سرحدي سرتېرې د پېښې د څېړلو په حال کې دي.»

اوس مهال د بیهاچ په دغه سیمه کې نږدې ۵۰۰۰ کډوال اوسېږي چې شاوخوا ۳۵۰۰ تنو ته یې د هرکلي په مرکزونو کې د اوسېدو ځایونه برابر شوي دي.

د شمېرو له مخې د روان کال له پیل راهیسې نږدې ۲۰۰۰۰ کډوال یادې سیمې ته ننوتلي دي.

 

نورې ليکنې