د يو اخراجېدونکي له پاره دوه چارواکي مؤظف وي
د يو اخراجېدونکي له پاره دوه چارواکي مؤظف وي

د افغان مهاجرو ډليز اخراج په آلمان کي يوه شخړيزه موضوع ده. په دغه هيواد کي زیات خلک په دې نظر دي چي افغانستان ته بايد د امن هيواد په توګه ونه کتل سي. خو اخراج څنګه عملي کيږي؟ دلته يې ولولئ:

په آلمان کي يو شمېر کسان په دې نظر دي چي په افغانستان کي ناامنۍ او ترهګر بريدونه ادامه لري او له دې کبله بايد ورته مهاجر اخراج نه سي. يو شمېر نور بيا په دې نظر دي چي اروپا بايد چي د مهاجرت د ستونزي حل پيدا کړي او په دې کي د رد سوو افغانانو اخراج د حل يوه برخه بولي.

هغه افغانان چي له آلمان څخه خپل هيواد ته اخراج کيږي د هغوی له پاره وضعيت ډېر د ناخوښۍ وړ وي. هغوی په مياشتو مياشتو په ډېرو خرابو حالاتو کي د مهاجرت لاري تر شا پرې ايښي وي او بعضو يې حتی په آلمان کي کالونه ژوند کړی وي، له دې مخکي چي ورته وويل سي چي دوی اخراجيږي.

خو هغه چارواکي چي د اخراج په پروسه کي دخيل وي، د هغوی له پاره هم دغه پروسه د ډيرو ستونزو لامل وي.

د سفر او لاري آخره

د آلمان خبري آژانس د افغان مهاجرو د اخراج په تړاو د فدرالي پوليسو سره خبري کړي دي چي په دغه پروسه کي په رضاکارانه توګه دخيل وي. په دې تړاو له لايپڅيګ هوايي ډګر څخه د افغانانو د وروستي اخراج په تړاو اړونده اسناد او معلومات و ياد خبري آژانس ته ورکول سوي دي.

په دغو اسنادو کي روښانه کيږي چي اخراج په څه ډول عملي کيږي: هغه افغانان چي بايد اخراج کي د وسله والو پوليسو له خوا و هغه ښار ته راوستل کيږي له کوم ځای څخه چي هغوی بايد د الوتکي په مرسته اخراج سي. وسله وال پوليس د هغه ايالت وي، چيري چي تر مخه دغه مهاجر ساتل سوي وي. وسله وال پوليس دغه مهاجر و غير وسله والو چارواکو ته دغه مهاجر سپاري او هغوی دغه مهاجر د هوايي ډګر يوې داسي برخي ته راولي چيري چي د عادي پروازونو د مسافرو او عملې کارونه او حضور نه وي.

هغه پوليس او چارواکي چي د ډليز اخراج له پاره په انتظار مهاجرو سره ملګري وي، د هغوی شمېر هميشه تر مهاجرو دوه چنده زیات وي. ټولو مهاجرو ته د ترجمان په مرسته تشريح کيږي چي د اخراج ترتيب به څنګه وي، څنګه به پيليږي او څنګه به عملي کيږي. د هغه وروسته يو يو مهاجر د تلاښۍ او طبي معاينې له پاره له نورو څخه ليري بېول کيږي. يو چارواکی چي تر اوسه يې د تر ۳۰۰۰ څخه زياتو مهاجرو په اخراج کي ونډه لرلې ده، وايي چي د معاينې د دغه عمل پر وخت ټول اړخونه ځان ښه نه احساسوي خو دا حتمي يوه پروسه ده.

په هوايي ډګر کي و اخراج ته په انتظار مهاجر هميشه د چارواکو تر څارنې لاندي وي او که تشناب ته حتی تلل غواړي، نو چارواکي ورسره مل وي.

د پروسې او اقداماتو د تشريح او د طبي معاينې وروسته مهاجر يو سرويس موټل ته بېول کيږي چي الوتکي ته يې ورسوي.

په جرمني کي آخري اقدامات

په وروستي اخراج کي ۴۵ افغانان د بوينګ ۷۶۷ الوتکي په مرسته کابل ته يووړل سول. په دې ترڅ کي ۷۰ چارواکي مرستندويان ول. د ډليز اخراج پر وخت چارتر سوو دغو الوتکو کي عام مسافر نه وي بلکه صرف اخراجېدونکي مهاجر او چارواکي پکښي ناست وي. خو د دې واري د دغه پرواز سره د آلمان خبري آژانس يو ژورنالست هم ملګری ؤ او په هکله يې يو راپور ليکلی دی.

د هغه وروسته چي سرويس موټر و الوتکي ته ورسيږي نو يو يو مهاجر په الوتکه کي ورته ځانګړي سوي چوکۍ ته بدرګه کيږي. د يو مهاجر هر اړخ ته يو يو چارواکی ورسره مل وي. هغه بالغ مهاجر چي د اخراج په ترڅ کي يې مقاومت کړی وي، هغو ته داسي ځانګړي جانکټونه وراغوستل کيږي چي له کبله لاسونه نه سي ښورولای. په الوتکه کي د کښېنولو د اقدام وخت د ټول اخراج تر ټولو ستونزمنه برخه بلل کيږي.

د اخراج په دغو ځانګړو پروازونو کي د عامو پروازونو په شان مېلمه پالې هم وي او د آلمان د خبري آژانس د خبريال په وينا د عامو پروازونو په څېر پر مخ مسکا لري. دغه خبريال چي د اخراج په یو پرواز کي د مهاجر سره ملګری ؤ، وايي چي مېلمه پالې يا اير هوستسي په دې خبري وي چي دغه د اخراج يو سفر دی، خو د هر مهاجر په شخصي قضيه نه وي خبري.

د آلمان خبري آژانس ژورنالست وايي چي له دې مخکي چي الوتکه له مځکي پورته سي، نو داسي معلومېدله چي ټولو مهاجرو خپل د اخراج برخليک منلی ؤ او خاموشي خپره وه. دغه خبريال ليکي چي کله چي الوتکه له مځکي پورته سوه نو مهاجر مسافرو ته د عام پرواز په شان د خوراک چښاک څيزونه ووېشل سو. د خوب پر وخت د ځان پټولو له پاره شړۍ هم ورته ورکول سوې. ژورنالست وايي چي دا چي په پرواز کي شپه هم راتله نو د پرواز سره مل چارواکو واری ايښی ؤ. يعني هغه چارواکي چي لومړی آرام کوي او هغه چي پيره کوي، هغوی معلوم وه.

و کابل ته د اخراج پرواز مستقيم وي او پر لاري بل چيري توقف نه کوي. کله چي الوتکه کابل ته ورسيږي نو څلور امنيتي چارواکي يې امنيت نيسي او افغان مهاجر افغان چارواکو ته سپارل کيږي او الوتکه د آلماني چارواکو سره بېرته آلمان ته مخه کوي.

د آلماني خبري آژانس خبريال چي د کوم پرواز سره ملګری ؤ، په هغه کي هر څه په ښه توګه او بې جنجاله تر سره سول. خو يو چارواکي ورته ويلي چي په مخکنيو پروازونو کي يې داسي تجربه هم کړې چي بعضي اخراجېدونکو مهاجرو تر کابل پوري د لانجو جوړولو هڅې کولې او غوښتل يې چي ټولو دخيل کسانو ته دغه سفر څومره چي ممکن وي جنجالي کړي. دغه چارواکي په الوتکه کي دننه د سوکانو او ټېل ماټېل پيښي هم ليدلي دي.

په آلمان کي د افغان نژدې ۱۵۰۰ چارواکي دي چي د رد سوو مهاجرو د اخراج پروسه تنظيموي. له دوی څخه يوې مېرمني چارواکي و آلمان خبري آژانس ته ويلي چي کله چي د وظيفې د پوره کولو وروسته کور ته ولاړه سي، نو په زياته هغه کورنۍ چي ماشومان لري او اخرج سوي وي، د دې په زړه کي وي.

 

نورې ليکنې