کډوال د پاریس د دومي ادارې مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز
کډوال د پاریس د دومي ادارې مخ ته ولاړ دي. کرېډېټ: کډوال نیوز

عثمان، ابراهیم او موسی د فرانسې یو بل دیپارتمنت ته تر انتقالېدو وړاندې پاریس کې د کم عمره کډوالو په توګه پېژندل شوي وو. خو دوی د فرانسې یوې بلې سیمې ته تر انتقالېدو وروسته خپل اداري حالت له لاسه ورکړ او په سړکونو کې یوازې پرېښودل شول.

څو اونۍ مخکې عثمان، ابراهیم او موسی په هوتل کې اوسېدل. دوی پاریس ته تر رسېدو وروسته د دومي ادارې له خوا د کم عمره کډوالو په توګه پېژندل شوي وو او «د پاریس د ماشومانو سره ټولنیزې مرستې ادارې» یې د ساتنې مسولیت په غاړه درلود.

خو دوی تر څه مودې وروسته د فرانسې نورو دیپارتمنتونو ته استول کېږي. عثمان او موسی اړ دي چې د یولین دیپارتمنت ورسای سیمې ته ولاړ شي، او ابراهیم د سارت دیپارتمنت مان سیمې ته.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: مهاجر پلوه سازمانونه: پاریس کې د پولیسو کمیسارۍ کم عمره کډوالو ته پاملرنه نه کوي

نوې ستونزې

په ورسای کې هېڅوک د عثمان هرکلی نه کوي، نو ځکه هغه تصمیم نیسي چې په خپل سر د دیپارتمنت مسولې ادارې ته ولاړ شي. خو دیپارتمنت کې ور ته ویل کېږي چې دا حق یې نه درلود چې په خپل سر او په یوازې توګه ورسای ته راشي. چارواکي له همدې کبله د نوموړي په دوسیه کې لیکي: «د تېښتې په حال کې». مانا یې دا چې هغه نور د کم عمره کډوال په توګه نه پېژندل کېږي او د «یولین دیپارتمنت د ماشومانو سره ټولنېزې مرستې ادارې» نه شي کولی چې د ساتنې مسولیت یې په غاړه واخلي.

څو ورځې وروسته د فرانس تر دزیل ادارې کارکوونکي عثمان ته په یوه هوټل کې ځای برابروي او دوسیه یې له سره ارزول کېږي. سره له دې چې عثمان پاریس کې د کم عمره کډوال په توګه پېژندل شوی، خو د یولین دیپارتمنت له نوموړي څخه د زېږېدو سند غواړي. بل لور ته فرانس تغ دزیل اداره وایي چې هغه باید له هوټله ووځي.

موسی یو بل کډوال دی چې ورسای ته استول شوی دی. نوموړی نوي دیپارتمنت ته تر رسېدو وروسته باید یو ځل بیا د عمر تثبیتولو ازموینه ورکړي. دیپارتمنت تصمیم نیسي چې موسی باید د پولیسو قومندانۍ ته ولاړ شي. د یو نوی فرمان له مخې (د ۲۰۱۹ د جنورۍ ۳۱مه) فرانسوي دیپارتمنتونه دا صلاحیت لري چې ځوان کډوال قومندانیو ته واستوي.

د پولیسو قومندانۍ دا تاییدوي چې عثمان کم عمره نه دی او تر دې مخکې یې د یو بالغ کس په توګه د ایټالیا ویزه ترلاسه کړې ده. خو موسی وایي چې اروپا ته د اسپانیا له لارې داخل شوی دی. نوموړی اوس د یو بالغ کډوال په توګه پېژندل کېږي.

بل لور ته د سارت په مان سیمه کې ابراهیم د «ماشومانو سره ټولنېزې مرستې ادارې» له خوا منل کېږي. نوموړی هوټل ته تر رسېدو وروسته د تاوتریخوالي قربانی کېږي نو ځکه تصمیم نیسي چې بېرته پاریس ته راشي او د روحي ستونزو په خاطر روغتون ته ورشي. ابراهیم له روغتونه د وتلو له پاره یو قانوني قیم ته اړتیا لري، خو د سارت دیپارتمنت وایي چې هغه تر دې مخکې د خپل وضعیت د بېرته ارزولو غوښتنه کړې. په پای کې ابراهیم خپل اداري حالت له لاسه ورکوي.

«ګڼو مواردو کې دیپارتمنتونه غواړي چې د کډوالو دوسیې له سره وارزول شي»

د عثمان، ابراهیم او موسی حقوقي حالتونه ورته پایله لري: درېواړه یې خپل حقوقي حالت – کم عمري – له لاسه ورکوي. دوی اوس په سړکونو کې اوسېږي او قانوني قیم نه لري.

خو دا لومړی ځل نه دی چې فرانسوي دیپارتمنتونو کې داسې یوه پېښه رامنځته کېږي. ګڼ شمېر کډوال له یوې سیمې څخه یوې بلې سیمې ته تر انتقال کېدو وروسته د دیپارتمنت شوراګانو له خوا نه منل کېږي.

ځینې دیپارتمنتونه غواړي چې کم عمره کډوال یو ځل بیا د پولیسو په قومندانیو کې د عمر د تثبیتولو ازموینه ورکړي. د پاریس ښاروالۍ مرستیاله دومینیک ورسیني چې د کډوالو د هرکلي او ماشومانو د ساتنې دنده په غاړه لري وایي: «په ګڼو مواردو کې دیپارتمنتونه غواړي چې د کډوالو دوسیې له سره وارزول شي».  

خو کم عمره کډوال د خپلو دوسیو د بیا ارزولو په وخت کې خپل حقوقي حالت له لاسه ورکوي. د عثمان، موسی او ابراهیم مدافع وکیل ژروم دامین – سرف وایي: «دا یوه سخته ازموینه ده، په ځانګړې توګه د هډوکو ازموینه. کله چې دیپارتمنتونه وغواړي د کډوالو ازموینې ترسره کړي دا کار په معموله توګه د مهاجرو د کم عمرۍ د ردولو په موخه ترسره کېږي.»

خو بل لور ته د یولین دیپارتمنت وایي چې د عمر د تثبیتولو ازموینه د کډوالو په ګټه ده. یاد دیپارتمنت وایي: « د دیپارتمنت په مرسته شاوخوا ۹۰ سلنو کډوالو ته د اقامې اجازه، د اوسېدو ځای او د زده کړې زمینه برابرېږي.»

«دیپارتمنتونه نه غواړي چې د کم عمره کډوالو هرکلی وکړي»

مدافع وکیل ژروم دامین – سرف د یولین دیپارتمنت په ځواب کې وایي چې دیپارتمنتونه نه غواړي د کم عمره کډوالو هرکلی وکړي.

بل لور ته د پاریس ښاروالۍ مرستیاله وایي: «کله چې د پاریس په شان یو دیپارتمنت جدي ازموینې ترسره کوي، دا به د منلو وړ نه وي چې یو بل دیپارتمنت پر دغو ازموینې شک وکړي.»

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: د خپلو عمرونو په اړه درواغ ول د کډوالو پر دوسیو څه منفي اغېزې لري؟ 

دا په داسې حال کې چې د ځوانانو د حقوقي ساتنې ادارې د ام.ان.اې ماموریت کډوال نیوز ته ومنله چې تر دې مخکې ځینې دیپارتمنتونه د ازموینې تر ترسره کولو وروسته د کډوالو له منلو ډډه کړې ده. یاد ماموریت زیاتوي: «اوس مهال مسول وزارتونه د کم عمره کډوالو د عمر تثبیتولو ازموینې د ښه کولو له پاره د یو لارښود د جوړولو په حال کې دي.» اټکل دی چې دغه لارښود به د ۲۰۱۹ په دویمه نیمایي کې خپور شي.

په همدې حال کې ژروم دامین – سرف وایي چې د موسی او عثمان د وضعیت د معلومولو له پاره د پاریس او ورسای محکمو ته شکایت کړی. یوازې ابراهیم نه غواړي چې بېرته مانس ته ولاړ شي.

عثمان، ابراهیم او موسی اوس د پاریس د شمالي سیمې کمپونو کې ژوند کوي چېرې چې په لسګونو خیمې درول شوې دي.


* مستعار نومونه

 

نورې ليکنې