له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن
له ارشیف څخه: سرتېري د مقدونیې په پوله کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/جرجلي کېلمن

د شمالي مقدونیې پولیسو وایي چې په یوه سپورټي موټر کې یې ۲۲ پاکستاني او بنګله دېشي کډوال موندلي دي. پولیسو زیاتوي چې موټر چلوونکی یې هم نیولی دی.

د شمالي مقدونیې پولیسو د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د شنبې ورځ (د اګست ۱۰مه) یې د شمالي مقدونیې دېمیر کاپیا ښار ته نږدې ۲۲ پاکستاني او بنګله دېشي کډوال په یوه سپورټي موټر کې موندلي دي.

سرچینه زیاتوي چې یاد کډوال له یونانه شمالي مقدونیې ته په ناقانونه توګه ننوتلي وو. اټکل دی چې دوی به یونان ته بېرته وشړل شي.

د خبرپاڼې له مخې موندل شوي کډوال د ګېوګلیا ښار یو مرکز ته وړل شوي دي.

په زرګونو هغو کډوالو چې په یونان کې بند پاتې دي هڅه کوي د بالقان له لارې ځان اروپایي هیوادونو ته ورسوي.

د مقدونیې پولیسو په حواله دوی د روان کال په لومړي نیمايي کې یاد هیواد ته د ۱۰۰۱۷ کډوالو د ننوتلو مخنیوی کړی دی.


 

نورې ليکنې