د جمعې په شپه اسپانوۍ کښتۍ اوپن ارمز ۳۹ کډوال په مدیترانه کې وژغورل. مالتا د یادو کډوالو منلو ته چمتووالی ښودلی، خو تر اوسه پورې د هغو ۱۲۱ کډوالو سرنوشت نامعلوم دی چې ۹ ورځې مخکې په مدیترانه کې ژغورل شوي وو. اوپن ارمز وایي چې مالتا باید ټول ژغورل شوي کډوال ومني.
د شنبې په ورځ (د اګست ۱۰مه) د مالتا حکومت وویل چمتو ده هغه ۳۹ کډوال ومني چې د جمعې په شپه د اوپن ارمز کښتۍ له خوا په مدیترانه کې وژغورل شول. خو چارواکو د هغو ۱۲۱ کډوالو له منلو ډډه کړې چې ۹ ورځې مخکې مدیترانه کې ژغورل شوي وو.
مالتایي چارواکو د خپلې پرېکړې په اړه وایي، دغه ۳۹ کډوال په هغه سیمه کې ژغورل شوي چې مالتا سره تړاو لري.
په همدې حال کې اوپن ارمز د مالتا د وړاندېز په ردولو سره وایي، یاد هیواد باید اوپن ارمز کې سپاره ټول کډوال ومني. د پرواکتیوا اوپن ارمز بنسټګر اسکار کمپز زیاتوي: «موږ نه شو کولی چې ۳۹ کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکړو خو ۱۲۱ نورو ته ووایو چې دوی د کوزېدو اجازه نه لري. دا عادلانه نه ده.»
La posición #Malta que los recién rescatados sean desembarcados antes de los que llevan 9 días a bordo plantea problemas de convivencia q afectan gravemente a la seguridad del buque. Valoradas todas las circunstancias,por razones de estricta seguridad,no podemos aceptar POR AHORA pic.twitter.com/RRsF6OmNhy
— Open Arms (@openarms_fund) August 10, 2019
د نوموړي په خبره د مالتا دغه پرېکړه کښتۍ کې سپاره کډوال اندېښمن کړی.
بل لور ته امریکایی رول لوبوونکی ریچارد ګېر چې په اوپن ارمز کښتۍ کې دی د کښتۍ د عملې ملاتړ اعلان کړی. نوموړی لمپدوسا کې په یوه خبري غونډه کې ویلي چې دغه کسان ۱۲۱ بېلابېلې کیسې لري. نوموړی زیاته کړې چې یاد کډوال پیاوړي دي او له ډېرو سختو ستونزو او تاوتریخوالیو سره یې مقابله کړې. د ریچارد ګېر په خبره هغه «له سیاست سره کوم تړاو نه لري» خو یوازې غواړي چې «زیان منونکو کسانو سره مرسته وکړي.»
اوپن ارمز له ۹ ورځو راهیسې مدیترانه کې بند پاتې دی.
Tras el rescate de hace unas horas ahora Malta solo accede a llevar a tierra 39 personas. Su negativa a desembarcar las otras 121 personas que llevan 9 días a bordo. Esto ha generado un serio problema de seguridad a bordo. El nivel de ansiedad de estas personas es insostenible pic.twitter.com/cexSKq8G4t
— Oscar Camps (@campsoscar) August 10, 2019
تر دې مخکې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني ویلي وو چې اوپن ارمز کښتۍ د دې هیواد ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
د پرواکتیوا اوپن ارمز سازمان بنسټګر له فرانسې، اسپانیا او جرمني څخه غوښتنه کړې چې ژغورل شويو ۱۲۱ کډوالو سره مرسته وکړي. یاد سازمان غواړي چې ژغورل شوي کډوال د اروپایي هیوادونو ترمنځ ووېشل شي.