په مانش کانال کې د فرانسې د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: @premarmanche
په مانش کانال کې د فرانسې د سمندري ځواکونو کښتۍ. کرېډېټ: @premarmanche

د برتانیا د کورنېو چارو وزارت وایي د جمعې په ورځ یې مانش کانال کې ۳۰ کډوال نیولي او برتانیا ته یې وړلي دي. بل لور ته د فرانسې د بولونی – سور – مېر سیمې په ساحلي اوبو کې ۱۱ کډوال موندل شوي دي.

د چارواکو په خبره دوه کسان په کایاک یا کوچنۍ بېړۍ او نور یې په درېو کښتیو کې سپاره وو.

د یادو کډوالو په ډله کې یوه ښځه، دوه ماشومان او  ۲۷ نارینه دي.

نیول شوي کډوال د افغانستان او ایران دي.

د فرانسې د سمندري قومندانۍ یوه ویانده کلېر تراورس کډوال نیوز ته وایي، تېر کال هم ځینې کډوال په یوه کوچنۍ بېړۍ یا کایاک کې له مانش کانال څخه د تېرېدو هڅه کړې وه.

یاد کسان تر لومړنیو روغتیایی مرستو وروسته د بریتانیا جنوب ختیځې سیمې دوور ته استول شوي دي.

په همدې حال کې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت ویاند وایي: «هغه کډوال چې په کوچنیو بیړېو کې له کاناله د تېرېدو هڅه کوي خپل ژوند او د خپلو ماشومانو ژوند په خطر کې اچوي.» نوموړی زیاته کړه چې کډوال باید «په لومړي هیواد کې خپله دوسیه راجسټره کړي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ ۳۵ عراقي او ایراني کډوال د مانش کانال له لارې برتانیا ته ځان ورساوه.

د فرانسې په شمالي سیمه کې ‍۱۱ نور کډوال وموندل شول

بل لور ته د فرانسې د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ وایي چې د جمعې ورځ یې ۱۱ کډوال د بولونی – سور – مېر له ساحلي اوبو څخه ژغورلي دي.

د یادې قومندانۍ په یوه خبرپاڼه کې راغلي، یاده بېړۍ  د بولین – سور- میر په سوېل لویدیځه برخه کې په داسې حال کې وموندل شوه چې څو کسان په کې سپاره وو او نور کډوال په اوبه کې لوېدلي وو. چارواکو زیاتوي، دا لومړی ځل دی چې یوه بېړۍ په داسی یو حالت کې موندل کېږي.

ژغورل شوي کډوال بولین – سور – مېر بندر ته تر انتقال کېدو وروسته د فرانسې روغتیایي کارکوونکو او سرحدي پولیسو ته وسپارل شول.

د قومندانۍ د خبرپاڼې له مخې د ځینو کډوالو د بدن د حرارت درجې ټیټې شوې وې او یو کډوال هم ټپی و. 

 

نورې ليکنې