د پناه غوښتونکو بانکي کارت. کرېډېټ: مهدي شبیل
د پناه غوښتونکو بانکي کارت. کرېډېټ: مهدي شبیل

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل، د پناه غوښتونکو نوي کارتونو – چې یوازې د پیسو ادا کولو له پاره دي – د روان کال د نومبر میاشتې په ۵ نېټه فعالېږي. له دې مخکې ویل شوي وو چې یاد کارتونه به په سپټمبر میاشت کې فعال شي.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۲مه) اعلان وکړ چې د پناه غوښتونکو نوي بانکي کارتونه به د روان کال د نومبر میاشتې په ۵ نېټه فعال شي.

له دې مخکې فرانسه کې پناه غوښتونکي صلاحیت درلود چې له خپل حساب څخه نقدې پیسې وباسي. خو له دې وروسته به پناه غوښتونکي د خپلو بانکي کارتونو په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي خو نقدې پیسې ترې نه شي ایستلی.

د اوفي په خبرپاڼه کې راغلي، د کارتونو د فعالېدو نېټه په دې خاطر وځنډول شوه چې پناه غوښتونکو ته د اوسېدو ځای برابرونکو جورښتونه د اټوماټ ماشینونو د اخیستلو له پاره کافي وخت ولري.  

له دې مخکې ویل شوي وو چې یاد کارتونه به په سپټمبر میاشت کې فعال شي.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: فرانسه: د پناه غوښتونکو په بانکي کارتونو کې بدلونونه

اوفي همدا راز په خپله فېسبوک پاڼه لیکي: «پناه غوښتونکي صلاحیت لري چې د اړتیا مطابق په میاشت کې ۲۵ ځله له خپل حساب څخه پیسې وباسي. خو که تر دې زیات شي نو صفر اعشاریه ۵ یورو لګښت پرې راځي

 

نورې ليکنې