کرېډېت: اس او اس مدیترانې
کرېډېت: اس او اس مدیترانې

د کډوالو ژغورونکې کښتۍ اوشېن وایکنګ د دوشنبې په ورځ (۱۲مه اګست) ۱۰۵ نور کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. اوس مهال یاده کښتۍ کې ۳۵۶ کډوال سپاره دي.

د اس او اس مديترانې او بې سرحده ډاکټرانو سازمان وایي د دوشنبې په ورځ ۱۰۵ نور کډوال له مدیترانې څخه وژغورل. د هغوی په خبره د کډوالو د رابرۍ بېړۍ د هوا تر وتلو وروسته ځینې کسان اوبه کې لوېدلي وو.

ژغورل شوي کډوال ټول نارینه دي او په ډله کې یې د یو ۱۲ کلن او یو ۵ کلن ماشوم په ګډون ۲۹ کم عمره کسان هم دي.

د اس او اس مدیترانې ویانده کډوال نیوز ته وویل چې د اوشېن وایکنګ کښتۍ کارکوونکي یادو کسانو ته د ژغورنې واسکټونه ورکړي دي.

د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو په خبره دا څلورم ځل دی چې دوی مدیترانه کې خپل فعالیت له پیل راهیسې کډوال له ډوبېدو ژغوري.

اوشېن وایکنګ د ۲۰۰ تر ۲۵۰ کسانو ظرفیت لري خو اوس ۳۵۶ کډوال پکې سپاره دي.

اټکل دی چې د ښه هوا له امله نور کډوال هم له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅه وکړي.

د اوشېن وایکنګ د ژغورنې عملیاتونه په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ایټالیا او اروپایي هیوادونو ترمنځ اړیکې ترېنګلې شوې دي. ایټالیا وایي ترڅو چې نور اروپایي هیوادونه د کډوالو منلو ته چمتووالی و نه ښيي هیواد یې د ژغورنې کښتیو ته د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

 

نورې ليکنې