د اوپن آرمز عکس
د اوپن آرمز عکس

د ژغورونکې کښتۍ اوپن ارمز کپتان په یوه رسمي لیک کې مالتا کې د اسپانیا له سفارت څخه غوښتنه کړې چې کښتۍ کې سپرو ۳۱ کم عمره مهاجرو ته پناه ورکړي. یاد کډوال د روانې میاشې په پیل کې له مدیترانې څخه وژغورل شول.

د اوپن ارمز کپتان مارک رایګ مالتا کې د اسپانیا سفارت ته په استول شوي لیک کې وایي: «د اسپانیا له سفارته غواړم ... چې د کم عمره مهاجرو پناه غوښتنه دې اسپانیا ته واستوي» او چټکۍ سره یې وڅېړي.

اوپن ارمز کښتۍ لمپدوسا ټاپو ته نږدې په نړیوالو اوبو کې بنده پاتې ده.

ښاغلی رایګ همدا راز ویلي: «کښتۍ کې ټول کم عمره کسان د کډوالۍ ټاکلي معیارونه او شرایط پوره کوي.»

هغه دا هم ویلي چي تر دې مخکې یې د ایټالیا د پالرمو له محکمې څخه د مرستې غوښتنه کړې، خو«کوم ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.» دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي رایګ په وینا ایټالیا او مالتا «په واضحه توګه» ویلي اوپن ارمز د یادو هیوادونو ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري.

د څپو خطر

بل لور ته د اوپن ارمز سازمان ویانده لورا لانزه کډوال نیوز ته وایي، داسې معلومېږي چې په راتلونکو ورځو کې به مدیترانه کې د هوا وضعیت ښه نه وي. د نوموړې په خبره: «اټکل کېږي چي سبا به مدیترانه کې د اوبو څپې زیاتې شي او دا به ډېره خطرناکه وي.»

نوموړې زیاته کړې چې د کښتۍ چارواکي له ځینې اروپایي هیوادونو سره اړیکې نیولې دي څو دوی سپرو کډوالو ته د کښته کېدو اجازه ورکړي.

د آغلې لانزه په حواله کښتۍ کې د ځینې سپرو مهاجرو روغتیایی وضعیت د اندیښنې وړ دی. هغې وایي چې اوپن ارمز کې یوازې ۲ تشنابونه شته حال دا چې د کډوالو شمېر ۱۵۱ تنو ته رسېږي.


 

نورې ليکنې