اوشېن وایکنګ کریدیت: 

SOS MEDITERRANEE
اوشېن وایکنګ کریدیت: SOS MEDITERRANEE

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره د سه شنبې په ورځ (۱۳مه اګست) په اروپایی هیوادونو غږ وکړ چې اوپن ارمز او اوشېن وایکنګ کښتیو کې سپرو کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکړي. یادو کښتیو کې تر ۵۰۰ ډېر کډوال سپاره دي.

مرکزي مدیترانه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ځانګری استازی ونسان کوشتل په یوه خبرپاڼه کې وویل: «دا د وخت په وړاندې یوه سیالۍ ده، توپان به راشي او وضعیت به لا هم سخت شي.»

دغه کسان له هغې وروسته د ژغورونکې کښتیو له خوا وژغورل شول چې غوښتل یې اروپا ته د رسېدو په هیله له مدیترانې څخه د تېرېدو هڅه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې دمه ايټاليا او مالتا هیوادونه ژغورونکو کښتيو ته اجازه نه ده ورکړې چي اوبو ته يې داخلې شي.

 سره له دې چې د روان کال تر دې دمه د هغو کډوالو په شمېر کې کموالی راغلی چې غواړي د مدیترانې له لارې اروپا ته ځان ورسوي، خو د سره صلیب اداره وایي چې ۲۰۱۹ کې شاوخوا ۶۰۰ کډوال د لیبیا، ایټالیا او مالتا ترمنځ اوبو کې لادرکه او یا مړه شوي دي.  

 ښاغلی کوشتل دغه راز زیاته کړه چې د راپورونو له مخې کښتیو کې سپاره کسان لیبیا کې له تاوتریخوالیو سره مخامخ شوي دي. نوموړی همدا راز وویل چې کښتیو ته باید د لنګر اچولو اجازه ورکړل شي او کډوال باید بشردوستانه مرستې ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده د ژغورونکې کښتۍ اوپن ارمز کپتان مارک رایګ د دوشنبې په ورځ په یوه رسمي لیک کې مالتا کې د اسپانیا له سفارت څخه غوښتنه وکړه چې کښتۍ کې سپرو ۳۱ کم عمره مهاجرو ته پناه ورکړي. خو د اسپانیا یو لوړپوري چارواکی د سه شنبې په ورځ وویل چې دغه غوښتنه کوم حقوقي ارزښت نه لري ځکه کپتان دا صلاحیت نه لري چې کم عمره کډوالو له پاره د پناه غوښتنه وکړي. 

بل لور ته د بې سرحده ډاکټرانو او د اس او اس مدیترانې کښتۍ اوشېن وایکنګ له ایټالیا او مالتا څخه په رسمي توګه غوښتنه کړې چې کښتۍ کې سپرو ۳۵۶ کډوالو ته د کوزېدو اجازه ورکړي.

خو د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د سه شنبې په ورځ ټینګار وکړ چې یادې کښتۍ ایټالوي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري.


 

نورې ليکنې