امریکایی رول لوبوونکی ریچارد ګېر په اومن ارمز کښتۍ کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/دې پې اې
امریکایی رول لوبوونکی ریچارد ګېر په اومن ارمز کښتۍ کې. کرېډېټ: پیکچر الاینز/دې پې اې

اسپانوي چارواکي د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۳) د پرواکتیوا اوپن ارمز سازمان هغه غوښتنه رد کړه چې وایي اسپانیا دې اوپن ارمز کښتۍ کې سپرو ۳۱ کم عمره کډوالو ته پناه ورکړي. د اسپانیا د پرمختګ وزیر خوزه لویس ابالوس وایي دغه غوښتنه کوم «حقوقي ارزښت» نه لري.

اسپانوي چارواکي وایي اوپن ارمز کښتۍ کې د سپرو کم عمره کډوالو مسولیت په غاړه نه اخلي. د سه شنبې په ورځ (د اګست ۱۳مه) اوپن ارمز سازمان له اسپانیا څخه غوښتنه وکړه چې یاده کښتۍ کې سپرو ۳۱ کم عمره کډوالو ته پناه ورکړي.

د اسپانیا د پرمختګ وزیر خوزه لویس ابالوس ویلي، د نړیوالو تړونونو له مخې له مدیترانې څخه ژغورل شوي کډوال باید یو خوندي بندر ته ورسول شي. نوموړی تلې چېنکو ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل چې دا د ایټالیا صلاحیت دی.

«د اوپن ارمز کپتان کډوالو له پاره د پناه غوښتلو حقوقي صلاحیت نه لري»

خوزه لویس ابالوس دا هم ویلي چې د اوپن ارمز کپتان مارک رایګ دا حقوقي صلاحیت نه لري چې د کم عمره کډوالو له پاره د پناه غوښتنه وکړي. د پناه غوښتنې اړوند قوانینو له مخې، پناه غوښتنه باید د پناه غوښتونکو او یا د هغوی د قانوني سرپرستو له خوا ترسره شي.

د اوپن ارمز کښتۍ کپتان مارک رایګ د دوشنبې په ورځ مالتا کې د اسپانیا سفارت څخه غوښتنه وکړه چې کښتۍ کې سپرو ۳۱ افریقایي کډوالو ته پناه ورکړي.

اوس مهال اوپن ارمز کښتۍ کې تر ۱۵۰ ډېر کډوال سپاره دي. تر اوسه پورې ایټالیا او مالتا د یادو کډوالو له هرکلي ډډه کړې او ویلي یې دي چې بندرونه یې د ژغورونکو کښتیو پر مخ تړلي دي.

څو ورځې مخکې مالتا اعلان وکړ چې چمتو ده اوپن ارمز کې سپاره هغه ۳۹ کډوال ومني چې د اګست په ۱۰مه له سمندره ژغورل شوي وو. خو اوپن ارمز په ځواب کې وویل چې مالتا دې ټولو ژغورل شوی کډوالو ته پناه ورکړي.

د یکشنبې په ورځ ۹ کډوال د روغتیایي لاملونو له کبله له اوپن ارمز څخه ښکته کړل شول: ۸ کډوال په چورلکه کې مالتا ته یووړل شول او یو کډوال لمپدوسا ټاپو ته.

له اروپایي هیوادونو سره موافقه

په همدې حال کې ځینې مشهورې څېرې لکه امریکایی رول لوبوونکی ریچارد ګېر له اوپن ارمز سره ملاتړ ښودلی دی. دغه راز اسپانوی رول لوبونکی خاویر باردم په رسمي توګه د اوپن ارمز ملاتړ اعلان کړی. نوموړی د اسپانیا له لومړي وزیر پدرو سانچز څخه غوښتنه کړې چې د یادو کډوالو د وېشلو په اړه له اروپایي هیوادونو سره موافقه وکړي.

 

نورې ليکنې