کرېډېټ: کډوال نیوز
کرېډېټ: کډوال نیوز

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي وایي له دې وروسته به پناه غوښتونکي وکولی شي د خپلو کارتونو په ذریعه له ځینې دوکانونو څخه نقدې پیسې وباسي، خو دا کار یوازې د «کش بک» سیسټم له لارې ترسره کېږي.

د فرانسې د کډوالۍ او ادغام اداره یا اوفي په خپله فېسبوک پاڼه اعلان کړی، پناه غوښتونکو د نقدې پیسو د ایستلو له پاره باید هغو دوکانونو ته مراجعه وکړي چې پکې «کش بک» سیسټم کارول کېږي.

یاده اداره تر دې مخکې ویلي وو چې پناه غوښتونکي سر د نومبر له ۵مې نېټه د خپلو بانکي کارتونو په ذریعه یوازې پیسې ادا کولی شي خو نقدې پیسې ترې نه شي ایستلی.

خو «کش بک» څه دی؟ «کش بک» د پیسو ورکولو داسې یو سیسټم دی چې کارت لرونکو ته اجازه ورکوي د سودا اخیستلو په وخت کې له دوکانونو څخه نقدې پیسې وباسي. د اوفي عمومي مشر دیدیې لشي وایي: «د بېلګې په توګه، د اخیستل شوېو شیانو بیه ۱۰ یورو ده، خو کله چې تاسو غواړئ پلورونکو ته پیسې ورکړئ ور ته وایئ چې د خپل کارت په ذریعه ۲۰ یورو ورکوئ او هغه باید تاسو ته بېرته ۱۰ یورو ورکړي.»

تر ۶۰ یورو پورې

د ۲۰۱۸ د ډېسمبر د ۲۴مې نېټې د فرمان له مخې، پلورونکي صلاحیت لري چې تر ۶۰ یورو پورې کارت لرونکو ته نقدې پیسې ورکړي.

په فرانسه کې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۸ په سپټمبر میاشت کې د کازینو د سودا وېشلو ګروپ د «کش بک» سیسټم پیل کړ. اوس مهال فرانسه کې د ژیان کازینو په نوم په لویو مغازو (تر۲۰۰ ډېرې) کې دغه سیسټم کاروي. همدا راز د کازینو ۱۲۰ سوپرمارکېټونو له دغه سیسټم څخه کار اخلي. خو د یادونې وړ ده چې یاد سیسټم په ځینې مغازو کې نه شته: لکه فران پري، مونو پري او لیډر پرایس.

له یو کال راهیسې فرانسه کې «کش بک» ته د فعالیت جواز ورکول شوی

سره له دې چې «کش بک» په ځینې اروپایي هیوادونو لکه جرمني، اسپانیا او برتانیا کې کارول کېږي، خو فرانسه کې دا یوه نوې پدیده ده. له یو کال راهیسې فرانسه کې «کش بک» ته د فعالیت جواز ورکول شوی.

خو د «کش بک» سیسټم د شتوالي سربېره مهاجر پلوه سازمانونه د کډوالو نوي بانکي کارتونو په اړه اندېښمن دي. د فنارس فدراسیون مشر فلوران ګېګېن وایي: «دا یو داسې رېفورم دی چې موخه یې د خلکو د ژوند سختول دی.»

سازمانونه وایي چې تر دې بدلون وروسته به پناه غوښتونکو په ورځني ژوند کې له ستونزو سره مخ شي، لکه د نانواییو څخه د ډوډۍ اخیستلو په وخت کې.

 

نورې ليکنې