د ایټالیا لومړی وزیر ګیسپ کونته د پنجشنبې په ورځ (د اګست ۱۵مه) وویل، شپږ اروپایي هیوادونه چمتو دي چې اوپن ارمز کښتۍ کې ۱۵۰ سپرو کډوالو ته پناه ورکړي. یاده کښتۍ له څو ورځو راهیسې د ایټالیا ساحلي اوبو ته نږدې بنده پاتې ده.
یاد کډوال د اګست په لومړیو ورځو کې د لیبیا له ساحلي اوبو څخه د اوپن ارمز کښتۍ له خوا وژغورل شول. تر اوسه پورې د ایټالیا د کورنیو چارو وزیر ماتیو سالویني د یادو کډوالو له هرکلې ډډه کړې او ویلي یې دي چې د ایټالیا بندرونه د اوپن ارمز پر مخ تړلي دي.
ښاغلی کونته په یو سرخلاصي لیک کې ماتیو سالویني ته اطلاع ورکړې چې فرانسه، جرمني، رومانیا، پورتګال، اسپانیا او لوکزامبورګ به یاد کډوال ومني.
تېره ورځ د ایټالیا یوه محکمه د ماتیو سالویني هغه فرمان رد کړ چې له مخې یې اوپن ارمز کښتۍ د ایټالیا ساحلي اوبو ته د ننوتلو اجازه نه لري.
د محکمې په حکم کې راغلي چې له سپرو کډوالو سره باید عاجلې مرستې وشي.
خو حکم کې ویل شوي نه دي چې ایا اوپن ارمز د ایټالیا په بندرو کې د لنګر اچولو اجازه لري او سپاره کډوال د یاد هیواد په خاوره کې کوزولی شي که نه.