د کډوالو بېړۍ. کرېډېت: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه @premarmanche
د کډوالو بېړۍ. کرېډېت: د مانش او شمالي سمندر قومندانۍ له ټویټر پاڼې څخه @premarmanche

تېره شنبه یوه ایرانۍ کډواله چې غوښتل یې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي اوبو ته تر لوېدو وروسته لادرکه شوه. چارواکي وایي دا لومړی ځل دی چې یاد سمندر کې یو کډوال لادرکه کېږي. خو د ځینې ژغورل شویو کسانو او مهاجر پلوه سازمانونه په خبره ممکن چې تر دې مخکې هم نور کډوال یاد سمندر کې لادرکه شوي وي.

تېره جمعه (د اګست ۹مه) یوه ایرانۍ کډواله د مانش کانال اوبو ته تر لوېدو وروسته ورکه شوه. نوموړې له ۱۹ نورو کډوالو سره په یوه بېړۍ کې سپره وه.

د یادې کډوالې د جسد موقعیت د برتانیا سوېل ختیځې سیمې رامسګېټ ساحلي اوبو ته نږدې ټاکل شوی. خو د جسد د موقعیت تر موندلو وروسته برټانوي او بلجیمي څېړونکو د شنبې په ورځ (د اګست ۱۰مه) خپلې څېړنې ودرولې.

په همدې حال کې د برتانیا د کورنیو چارو وزیر په یوه خبرپاڼه کې د یادې کډوالې پر ورکېدو خواشیني څرګنده کړې او زیاته یې کړې چې کوچنیو کښتیو کې له سمندره تېرېدل ډېر خطرناک کار دی.

یاده کښتۍ کې سپاره ۱۹ نور عراقي او ایراني کډوال، چې په ډله کې یې څلور ماشومان هم وو، اوس په برتانیا کې دي.

«یوه ځلانده او زیرکه ښځه»

برټانوۍ ورځپاڼه تایمز په یو رپوټ کې د یادې کډوالې د کورنۍ له قوله وایي چې دغه ښځه «یوه ځلانده او زیرکه مېرمن وه، ډکټورا یې درلودله، او غوښتل یې چې یو نوی ژوند پیل کړي.»

خو دا مانش کانال کې د کډوالو د ورکېدو لومړۍ هغه پېښه ده چې ثبته شوې. د روان کال له پیل تر دې دمه شاوخوا ۱۲۰۰ کډوال هڅې وکړې چې د مانش کانال له لارې ځان برتانیا ته ورسوي.

خو مانش کې ژغورل شوي کډوال وایي چې تر دې وړاندې ځینې نور کسان هم سمندر کې ورک شوي دي. یوه سرچینه د نوم د نه ښودلو په شرط کډوال نیوز ته ومنله چې تر دې مخکې هم د ورته پېښو په اړه ګنګوسې وې. خو تر اوسه پورې د ورک شویو کسانو جسدونه نه دي موندل شوي.  

سرچینه زیاتوي چې د ۲۰۱۸ په سپټمبر میاشت کې یو جسد د کالې په ساحل کې وموندل شو. د هغې په خبره دا یو کډوال و چې غوښتل یې د سمندر له لارې ځان برتانیا ته ورسوي.

«مانش د ډوبو شویو جسدونه بېرته نه ورکوي»

د اوبرژ دو میګران سازمان مرستیال فرانسوا ګېنوک وایي چې ممکن تر دې مخکې هم مانش کې کډوال لادرکه شوي وي. خو «مانش داسې یو سمندر دی چې د ډوبو شویو جسدونه بېرته نه ورکوي.» ښاغلی ګېنوک زیاتوي چې دوی د هالنډ او ناروې له ساحل څخه یوازې د دوو سوریايي کډوالو جسدونه موندلي چې له کالې ښار څخه یې خپل سفر پیل کړی و.

بل لور ته د اګست میاشتې پر ۹مه ۳۰ نور کډوال مانش کانال کې ونیول شول او انګلستان ته یووړل شول. یوه لس نور کسان پر هماغه ورځ د بولونی – سور – مېر په ساحلي اوبو کې وژغورل شول.

 

نورې ليکنې