له ارشیف څخه
له ارشیف څخه

اروپایي ټولنه د دوشنبې په ورځ (د اګست ۱۹مه) له بوسنیا سره د ۱۰ میلیونه یورو په ارزښت د مالی مرستې ژمنه وکړه. دغې مرستې د نویو مرکزونو جوړېدو ته ځانګړې شوې دي.

بوسنیا کې د اروپایی ټولنې یو هئیت د دوشنبې په ورځ وویل: «دغې پیسې کډوالو ته د نویو هرکلي مرکزونو جوړېدو ته ځانګرې شوې دي.» د نوموړي هیئت په حواله، یادو مرکزونو کې به د کډوالو لومړنیو اړتیاوې - لکه اوبه، تشنابونه، د اوسېدو ځای او روغتیایي امکانات - برابر شي.

بوسنیا د ۲۰۱۸ کال پر مهال د هغو اسیایي او افریقایي کډوالو پر اصلي لار بدله شوه چې غوښتل یې د بالقان له مسیره اروپایي هیوادونو ته ځان ورسوي.

د اروپایي ټولنې په خبرپاڼه کې راغلي، تېر کال شاوخوا ۳۶۰۰ کډوال په ناقانونه توګه بوسنیا ته ننوتلي، خو اوس مهال یاد هیواد کې نږدې ۷۴۰۰ کډوال اوسېږي.

بل لور ته نن سبا شاوخوا ۴۱۰۰ کسان د بوسنیا د بیهاچ سیمې د هرکلي په مرکزونو کې ژوند کوي. مانا یې دا چې ۳۳۰۰ نور کډوال بوسنیا کې د اوسېدو ځای نه لري.

بوسنیا له کرویشيا سره کډ سرحد لري چې کډوال له همدې پولې په تېرېدو سره د اروپایي هیوادونو په لور سفرونه کوي. 

بوسنیا کې د کډوالو نویو مرکزونو جوړېدل یوه کړکېچنه موضوع بلل کېږي.

اوس مهال د کډوالو مرکزونه یوازې بوسنیا په شمال لوېدیځه سیمه بیهاچ او ولیکا کلادوشا کې موقعیت لري.

خو د بېلګې په توګه، د رپوبلیکا سرپسکا چارواکو وایي نه غواړي چې د بوسنیا په دغه لویه سیمه کې د کډوالو مرکزونه پرانیستل شي.

د روان کال په جون میاشت کې د بیهاچ ښاروالۍ او سیمه ییز چارواکي د سره صلیب په مرسته له ښار څخه لېرې سیمه ووکجک کې کډوالو ته د اوسېدو ځایونه برابر کړل. خو اروپایي اتحادیه وایي چې دغه مرکز سره مالي مرسته نه کوي ځکه هلته بشري شرایط برابر شوي نه دي.

د سره صلیب ځایي مشر سلام میدزیک د دوشنبې په ورځ د فنا خبري اژانس ته وویل: «بوسنیا کې یو ځل بیا د کډوالو او مهاجر په شمېر کې زیاتوالی راغلی. نو ځکه موقتي کمپونو کې کډوالو ته د نورمالو شرایطو برابرول سخت کار دی.»

نن سبا د بوسنیا په دغه کمپ کې ۸۰۰ کسان اوسېږي.


 

نورې ليکنې