کډوال په اوشېن وایکنګ کی
کډوال په اوشېن وایکنګ کی

د اس او اس مدیترانې او د بې سرحده ډاکټرانو کښتۍ اوشېن وایکنګ مدیترانه کې تر ۱۳ ورځو سرګردانۍ وروسته لا هم د یو خوندي بندر د پرانیستل کېدو انتظار کوي. یاده کښتۍ کې ۳۵۶ کډوال سپاره دي. د اس او اس مدیترانې مشر له اروپایي هیوادونو څخه غواړي چې کښتۍ کې د سپرو کډوالو د کوزېدو له پاره باید «ژر تر ژره» یوه خوندي ځای تعیین کړي.

له ۱۳ ورځو راهیسې اوشېن وایکنګ د مالتا او لمپدوسا ټاپو ترمنځ نړیوالو اوبو کې بند پاتې دی. د اس او اس مدیترانې مشر وایي چې کښتۍ کې د سپرو کډوالو د انتظار موده ډېره اوږده شوې ده.

اوس مهال کښتۍ کې ځینې کډوال ستړي شوي او تر رواني فشار او استرس لاندې دي. د اس او اس مدیترانې مشر توماس فرانسوا وایي: «تر دې وړاندې ځینې کډوال شکنجه شوي، زندانو ته تللي، ټپیان شوي، لیبیا کې یې سخت ژوند درلود. ځینې کسان هم دوه درې ورځې په سمندر کې تېرې کړې دي.»

د نوموړي په خبره اوشېن وایکنګ د یادو کډوالو د انتظار موده ډېره اوږده شوې.

هغه زیاتوي: «اوشېن وایکنګ کښتۍ د اوپن ارمز نه لویه ده او ډېری کسان ژغورلی شي، خو نه شي کولی چې د ډېرې مودې له پاره اوبو کې پاتې شي.»

«موږ هغوی ته د ښکته کېدو ډاډ نه شو ورکولی»

فرانسو توماس دا هم وایي: «اوشېن وایکنګ کې تشنابونه او حمامونه شتون لري، خو باید په پام کې ولرو چې کډوال هم انسانان دي. بې نظمي، ستړیا او ناروغي د نښتو لامل کېدای شي.»

نوموړی زیاتوي چې کښتۍ کې د نارینو له پاره ۵ تشنابونه او ۶ حمامونه شته.»

د ښاغلي توماس په حواله اوشېن وایکنګ کې تر اوسه کومه «عاجله روغتیایي پېښه» نه ده شوې، خو که وضعیت همداسې روان وي ممکن چې د ځینو کډوالو روغتیایي حالت خراب شي.

اوشېن وایکنګ کې کډوالو ته د ژبې درسونه هم ورکول کېږي. خو د دې کار موخه به دا وي چې «له نښتو څخه مخنیوی وشي» او کډوال ځان «ارام» احساس کړي.

فرانسوا توماس وایي: «موږ کډوالو ته د ښکته کېدو ډاډ نه شو ورکولی. هره ورځ چه تېرېږي د یوې ازموینې په څېر ده.»

د نړیوالو قوانینو له مخې له سمندره ژغورل شوي کډوال باید ژر تر ژره یو خوندي ځای کې ښکته کړل شي. ښاغلي توماس وایي چې د همدې قوانینو له مخې «اوس مو غوښتنه دا ده چې اروپایي هیوادونه باید د ژغورل شویو کډوالو د کوزېدو له پاره ژر تر ژره یو خوندي ځای تعیین کړي.»

د ایټالیا لمپدوسا بندر کې د اوپن ارمز کښتۍ د سپرو کډوالو تر کوزېدو وروسته اوشېن وایکنګ مدیترانه کې یوازنۍ پاتې کښتۍ ده.



 


 

نورې ليکنې