دغه بحث و سوريې ته د يو پناه غوښتونکي د استراحت د انځورونو خپرېدو وروسته تود سو
دغه بحث و سوريې ته د يو پناه غوښتونکي د استراحت د انځورونو خپرېدو وروسته تود سو

ايا په آلمان کي پناه تر لاسه کوونکي مهاجر اجازه لري چي خپلو هیوادونو ته سفرونه وکړي؟ که يو مهاجر دغه اصول مات کړي څه کيږي؟

په آلمان کي قبول سوي يو سوريايي مهاجر خپل په هيواد کي د استراحت انځورونه پر انټرنټ خپاره کړل. اوس آلمان کي بحث تود سوی چي ايا له داسو مهاجرو قبولي واخيستله سي که څنګه.

د آلمان د کورنيو چارو وزير هارسټ زېهوفر وړانديز وکړ چي په آلمان کي اوسېدونکي هغه سوريايي پناه غوښتونکي چي خپل هيواد سفر کوي بايد چي بېرته خپل هيواد سوريې ته خارج کړل سي.

زېهوفر د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اګست ۱۸ مه نېټه) يوې آلمانۍ ورځپاڼي بلد ام زونتاګ ته وويل:
»هر هغه څوک چي سوريايي پناه غوښتونکی دی او سوريې ته په استراحتي سفر ځي، هغه په جدي توګه د دې ادعا نه سي کولای چي د تعقيب سره مخامخ دی. موږ بايد له داسي کسانو څخه قبولي بېرته واخلو.«

د کورنيو چارو د وزير يادي څرګندونې د تنقيدونو سره مخامخ سوې. په زیاته د آلمان پروتستانت کليسا او د دياکوني سازمان وويل چي صرف د ګوتو په شمير سوريايان بېرته خپل هيواد ته په سفر تللي دي. دياکوني وويل چي دغه سوريايان صرف د عاجلو پيښو لکه پر مرګ پرتو مور او پلار، د اسد له رژيم له خوا د خپلو جايدادونو د ضبط د مخنيوي او ورته عاجلو کارونو له کبله سوريې ته تللي.

عمومي قاعده

عموما پناه غوښتونکي اجازه نه لري چي خپل هيواد ته بېرته سفر وکړي. پناه غوښتونکو ته پر دې دليل پناه او قبولي وکول کيږي چي د هغوی هيواد خوندي نه دی. که دغه کسان بېرته خپل هيواد ته سفر وکړي نو معنی دا هم ورڅخه را ايستل کيدلای سي چي ګواکي د هغوی هيواد غېرخوندي نه دی او په دې توګه هغوی نور پناه ته اړتيا نه لري. چارواکي دې نتيجي ته هم رسېدلای سي چي له اول سره دغو پناه غوښتونکو ته قبولي ورکول ناسمه پرېکړه وه.

خو په بعضو شرايطو کي ښايي مهاجرو ته رسمي اجازه ورکوله سي چي هغوی د لږ وخت له پاره خپل هيواد ته سفر وکړي. د بېلګي په توګه که يو سوريايي مهاجر د کورنۍ د غړي د روغتيايي عاجل حالت له کبله بايد خپل هيواد ته سفر وکړي نو به څه کيږي؟ ايا چارواکي د مهاجر د سفر په هکله معلومات تر لاسه کوي؟ ايا دا ډول پناه غوښتونکي خپله قبولي له لاسه ورکوي او ايا هغوی خپل هيواد ته اخراج کيدلای سي؟

د دا ډول پوښتنو له پاره مسؤله د بامف اداره ده. د مهاجر نيوز يا انفومايګرنټس له خوا اړونده پوښتنې و دغه ادارې ته واستول سوې. د جوابونو خلاصه يې لاندي لوستلای سئ:

په کومو مواردو کي پناه غوښتونکي خپل هيواد ته د سفر اجازه تر لاسه کولای سي؟

بعضي موارد سته چي بامف يې استثی بولي او له مخي يې مهاجر خپل هيواد ته د سفر کولو اجازه تر لاسه کولای سي. د بېلګي په توګه: که کوم پناه غوښتونکی د خپلې کورنۍ د نژدې خپل د ليدلو له پاره څوک چي جدي ناروغ وي خپل هيواد ته سفر وکړي نو د پناه قبولي يې نه لغوه کيږي. خو بامف وايي چي په دې تړاو عمومي نظر نه سي ورکولای ځکه چي دا فردي موضوع ده. بهتره به وي چي له دا ډول سفر د پېل څخه تر مخه د چارواکو سره تماس ونيول سي.

چارواکي څنګه خبريږي چي پناه غوښتونکي خپل هيواد ته سفر کړی؟

بامف وايي چي له پوليسو او د بهرنيانو له پاره ځانګړو ادارو څخه معلومات تر لاسه کوي چي کوم پناه غوښتونکي خپل هيواد ته سفر کړی دی.

بامف دا هم اضافه کړې چي دا ډول معلوماتي کانالونه لري چي په مرسته يې دوی و خپلو هيوادونو ته د مهاجرو د سفر په تړاو معلومات تر لاسه کوي.

بامف د پناه غوښتنې له پاره د آلمان د (§
8 Abs. AsylG) قانون له مخي د مهاجرو د سفر څار نه کوي. خو پوليس، سرحدي چارواکي او د بهرنيانو له پاره چارواکي او په همدې توګه د سوسيال مرستو له پاره کار کوونکي چارواکي مکلف دي چي بامف ته معلومات ورکړي که خبر سي چي پناه غوښتونکي خپل هيواد ته سفر کړی دی. دغه معلومات بيا د دې له پاره کارول کيږي چي ايا د قبولۍ د بېرته اخيستلو شرايط پوره دي که نه.

په ۲۰۱۸ کال په ټوليزه توګه ۸۵۰۵۲ د پناه غوښتنې دوسيې له سره ارزول سوي وې چي پکښي له ۵۳۵ قبول سوو پناه غوښتونکو څخه د هغوی قبولي بېرته اخيستل سوې ده. په عمومي توګه هر هغه څوک چي د دويمي درجې قبولي يې ترلاسه کړه وي د درو کالو وروسته يې دوسيه له سره اروزل کيدلای سي.

که پناه غوښتونکی خپل هيواد ته په سفر اصول نقض کړي نو څه ورسره کيږي؟

که بامف په دې تړاو معلومات تر لاسه کړي چي يو پناه غوښتونکي خپل هيواد ته سفر کړی دی، نو دغه ته د اصولو د نقض په توګه کتل کيږي. بامف وايي چي که دغه کس
»د اوږدې مودې له پاره يا د استراحت له پاره خپل هيواد ته سفر کړی وي نو دا پر دې دلالت کوي چي دغه پناه غوښتونکي ته په خپل هيواد کي ګواښ نسته او بايد د هغه قبولي له سره وارزول سي.« که دغه ارزونه دې پايلي ته ورسيږي چي مهاجر پناه ته اړتيا نه لري نو د آلمان د قوانيو سره سم ورڅخه قبولي بېرته اخيستل کيږي.

 

نورې ليکنې