کرېډېټ: پیکچر الاینس، دپا، س. فریدل
کرېډېټ: پیکچر الاینس، دپا، س. فریدل

د جمعې په ورځ (د اګست ۲۳مه) د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کرستوف کاستانر وویل، د اروپایي هیوادونو ترمنځ د یوې پرېکړې له مخې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره ۳۵۶ کډوال مالتا کې کوزېدلی شي. فرانسه وایي چمتو ده چې ۱۵۰ کډوال ومني.

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر کریستوف کاستانر د جمعې په ورځ (د اګست ۲۳مه) وویل، اروپایي هیوادونه پرېکړه کړې چې اوشېن وایکنګ کښتۍ کې سپاره کډوال دې مالتا کې ښکته کړل شي.  یاد کسان له ۱۴ ورځو راهیسې مدیترانه کې بند پاتې وو.

د دې پرېکړې له مخې «د اوشېن وایکنګ کښتۍ له خوا ژغورل شوي ۳۵۶ کډوال لا والت بندر کې کوزېدلی شي.» د فرانسې د کورنیو چارو وزیر په خپله ټویټر پاڼه لیکي، فرانسه چمتو ده چې کښتۍ کې سپاره ۱۵۰ کډوال ومني. نور کډوال به د جرمني، پورتګال، رومانیا، لوکزامبورګ او ایرلنډ ترمنځ ووېشل شي.

په همدې حال کې د بې سرحده ډاکټرانو نړیوال سازمان وایي «تر ۱۴ ورځو عذاب وروسته» کډوال بالاخره په مالتا کې کوزېدلی شي. دغه سازمان زیاتوي چې اروپایي ټولنه د کډوالو د هرکلي له پاره یوه مکانیزم ته اړتیا لري.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره: له ۱۳ ورځو راهیسې په سمندر کې: اوشېن وایکنګ کښتۍ کې د سپرو کډوالو اوږد انتظار

درې ورځې وړاندې د اوپن ارمز په نامه یوه بله ژغورونکې کښتۍ د یوې اروپایې موافقې پر بنسټ لمپدوسا بندر کې لنګر واچاوه. یاده کښتۍ ۱۹ ورځې په سمندر کې تېرې کړې وې.

د لا زیاتو معلوماتو له پاره:اوپن ارمز کښتۍ کې سپاره کډوال د ایټالیا لمپدوسا بندر کې ښکته شول

 

نورې ليکنې